د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

هلمند کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

Sep 14, 2017 - 11:33

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ وږی ۹۶) چارواکي وایي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په بېلابېلو هوايي بريدونو او ځمکنيو عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان  وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګرشک په مهاجر بازار، د لښکرګاه بولان او ناوې ولسوالۍ اړوند سيمو کې ناټو او افغان ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه دهشکې او دوه کلاشينکونه د ملي اردو سرتېرو ته  په  لاس ورغلي دي

ځواک وويل چې د وسله والو طالبانو يوه دهشکه او  دوه کرولا موټر په دې پېښو کې ويجاړ شوي او افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

د ولايت يوه  بله  باوري سرچینه وايي چې همدا څو شېبې وړاندې د ګرشک په یخال سیمه کې د اردو پر هاموې ټانک د ماین چاودنه شوې چې دوه  سرتېري په کې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په دې اړه وسله وال طالبانو څه نه دي، خو د یادې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه  يې په مارجي ولسوالۍ کې د اربکیانو د بډ په نوم قوماندان وژلی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement