د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په ځانمرګي بريد کې څلور بهرني سرتېري ټپيان شوي

د کندهار په ځانمرګي بريد کې څلور بهرني سرتېري ټپيان شوي

Sep 15, 2017 - 14:41

کندهار ښار (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): په کندهار ولايت کې پر بهرنيو ځواکونو د ځانمرګي بريد له امله څلور سرتېري ټپيان شوي دي.

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټونس موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد نن غرمه شاوخوا دوولس بجې  د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشو.

سرچينې زياته کړې چې بريد د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د سپين بولدک پر سړک د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د ناټو څلور رومانيايي سرتېري ټپيان شوي دي.

د پېښې په ځاى کې د ناټو ځواکونو يو  ويجاړ شوى ټانک په وياله کې غورځېدلى و او ورسره نږدې پر ټونس موټر اور بلېده.

ناټو ځواکونو سيمه کلا بنده کړې، خبريالان يې نږدې نه پرېښودل او په ساحه کې پوځي چورلکې ګرځېدې.

په سيمه کې د يوې امنيتي پوستې پوليس چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو د پېښې له ځایه درې ټپيان ولېږدول.

ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې په دغه بريد کې اووه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement