د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تخار کې د چرګانو د تشخیص او درملنې یو کلینیک پرانيستل شو

تخار کې د چرګانو د تشخیص او درملنې یو کلینیک پرانيستل شو

Sep 16, 2017 - 17:48

تالقان، اسعد اباد (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : په تخار کې د چرګانو فارمونو په ډېرېدو سره د دغه ولايت په مرکز تالقانو کې د چرګانو ناروغیو د تشخیص او درملنې یو کلينیک جوړ شو، چې د شمال ختیځ زون په کچه به فعالیت کوي.

په تالقانو کې د کلیو پراختیا او د کرنې ودې پروګرام Card- F مسوول مسعود ایمان د وږي په ٢٥مه، ددغه کلینیک په پرانيست غونډه کې وویل چې په شمال ختیځ زون کې د چرګانو د ناروغیو د تشخیص او درملنې دا لومړنی روغتیایي مرکز دی چې په معیاري توګه به خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زياته کړه :((دغه کلینیک د Card- F پروګرام او د يوه پانګوال له لوري جوړ شوی چې ۴۰ زره ډالر لګښت پرې راغلی چې له نیمايي يوڅه زيات يې  Card- F او نور یې پانګه وال ورکړى، دا په شمالختیځ زون کې د چرګانو د نارغیو د تشخیص او درملنې لومړنی مرکز دی، موږ یې چارې څارو چې ښه خدمتونه وړاندې کړي چې ور سره د چرګانو روزل وده وکړي.))

ایمان وايي چې Card- F پروګرام تر اوسه په تخار کې ۸۱ فارمونه جوړ کړي چې په کې څه باندې۱۱۰ زره د غوښې، هګۍ کوونکي او نسلي چرګان روزل کېږي چې د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت یې یاد پروګرام او پاتې یې خپله پانګوال کړى.

د هغه په خبره، چې سیمه ییزه اقتصادي وده، د کار روزګار برابرول، د ګټې ډېرول او پانګونې ته د سوداګرو هڅول یې له مهمو موخو څخه دي.

د تالقانو د دشت رباط  سیمې یوه فارم لرونکي نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، سږکال یې فارم جوړ کړی او ۷۰ زره ډالر یې پرې لګولي چې ۶۰ سلنه یې د Card- F پروګرام له لوري ورکړل شوي دي.

نجیب الله وايي چې  د بې کیفیته موادو کارولو سره یې سخت زیانونه وکړل.

نوموړی وايي:((له غويي میاشتې راهیسې مې درې وارې چرګان بازار ته وایستل، یو وار مې۲۶۰۰ چورګوړي مړه شول، بیا مې ۳۷۰۰ چورګوړي مړه شول او په اخري وار کې مې ۳۸۰ چور ګوړي له منځه لاړل.))

د يو بل خبر له مخې، د کونړ ولایت په مرکز کې د حسابدارۍ انستيتيوت  لپاره د هندوستان په مرسته عصري ودانۍ جوړېږي.

دکونړ والي وحیدالله کلیمزي نن د ياد انستيتيوت د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال وویل،   دا ودانۍ د مرکز اسعداباد په لچګلي سيمه کې دهندوستان د ٢٩ اعشاريه څلورميليونه  افغانیو مرستې په لګښت جوړېږي.

هغه زياته کړه، ياده ودانۍ چې په درې پوړوکې په شپاړس جریبه ځمکه کې جوړیږي   (۱۶) درسي خونې ،کمپيوټر لب ،لابراتوار  او نور اړين ملحقات به ولري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement