د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښته کې پنځه تنه وژل شوي

د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښته کې پنځه تنه وژل شوي

Sep 16, 2017 - 12:12

جلال اباد (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦ ): د ننګرهار  چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښته کې له دواړو خواوو پنځه وسله وال وژل شوي دي.       

 د ننګرهار  د والي وياند عطالله خوږياڼي د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ غلام ډاګ سيمه کې تېره شپه داعش او طالب وسله والو جګړه کړې ده.

هغه زياته کړه، د دې جګړې په ترڅ کې درې داعش او دوه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی او وسله والې ډلې له سيمې وتلې دي.
بل لور ته دوربابا ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب له يو ميل تومانچې، يو ميل کلاشينکوف او درې لاسي بمونو سره يو ځای دولت ته تسليم شوى.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement