د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

منګل: د ننګرهار ځينو ولسواليو کې عدليي او قضايي ارګانونه نشته

منګل: د ننګرهار ځينو ولسواليو کې عدليي او قضايي ارګانونه نشته

Sep 16, 2017 - 18:45

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۶): د ننګرهار والي د دغه ولايت د عدليي او قضايي ارګانونو، امنيتي چارواکو او د ولسواليو د مسوولينو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې وويل، لا هم ځينو ولسواليو کې د عدليي او قضايي ارګانونو پر وړاندې امنيتي ننګونې شته.

محمد ګلاب منګل د وږي په ۲۵مه د يو خبري کنفرانس پرمهال دا هم وويل، حصارک او شېرزادو ولسواليو کې نه څارنوالي شته او نه محکمه؛ خو وايي، هلې ځلې پيل شوي چې هلته په بشپړه توګه امنيت تامين کړي او دغو ادارو ته د کار زمينه برابره کړي.

والي، چې د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو له مسولينو سره يې د همغږۍ غونډه درلوده، وويل،   له يادې غونډې يې موخه د دغو ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول او يو بل سره د همکارۍ ژمنتيا ده.

هغه زياته کړه: ((د محاکمو او څارنواليو رييس صاحبانو، امنيه قوماندانانو او ولسوالانو ترمنځ په ټولو مهمو هغو لارو چارو بحث وشو، چې موږ يې بايد ترسره کړو او يا مو تر سره کړي دي. البته د امنيت د ټينګښت او قانون د حاکميت په برخه کې.))

د منګل په وينا، په دې غونډه کې اړوندو مسوولينو په دې هم بحث وکړ چې ولسواليو کې د ولسوالانو، امنيه قوماندانانو او عدليي او قضايي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ لپاره کوم اقدامات بايد ترسره شي.

د ننګرهار والي وويل، معلومات يې ښيي چې په حصارک او شېرزادو ولسوالۍ کې چې امنيتي تهديدات زيات دي؛ نو په دې خاطر موږ د ابتدايه محکمې او ابتدايه څارنوالۍ رييسان نه شو استولی.

هغه ډاډ ورکړ: ((زه باور لرم چې په نږدې راتلونکي کې به انشاء الله هلته هم دا شرايط مساعد شي او لکه د نورو ولسواليو به هلته هم عدليي او قضايي مسوولين ځي او خلکو ته به خدمت کوي.))

محمد ګلاب منګل وايي، د دغې غونډې پرمهال دا پرېکړه هم وشوه چې په کال کې درې څلور ځله به همداسې د مرکز او ولسواليو په کچه د همغږۍ غونډه جوړوي او اړوند مسوولين به په کې همغږۍ ته تشويقوي.

والي وايي، په ولسواليو کې د ټولو ارګانونو ترمنځ همغږي کولی شي چې د خلکو باور خپل، امنيت تامين او قانون پلی کړي.

ګلاب منګل ومنله چې په دغه ولايت کې د اداراو ترمنځ همغږي کمه ده او له امله يې چارې تر يوه حده ټکنۍ شوي؛ خو وايي، د همغږۍ دا لويه غونډه يې د دا ډول ستونزو د حل په موخه رابللې وه.

دی وايي: ((زموږ د مسوولينو له څرګندونو داسې ښکاري چې موږ ستونزې لرو، نيمګړتياوې شته، هم په اجرااتو کې او هم زموږ د ارګانونو ترمنځ د کار کولو په پروسه کې او هم د کمزورې همغږۍ موجوديت دا ټول هغه مشکلات دي چې زموږ کارونه تر يو حده پورې ټکني دي، يا مثمر نه دي.))

ټاکل شوې د ننګرهار د والي په لارښوونه د اجرائيوي،عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ غونډې د ولسواليو د زونونو په کچه هم پيل شي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement