د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پنځه افغان لوبغاړي د بنګله دېش کرکټ سياليو کې واخيستل شول

پنځه افغان لوبغاړي د بنګله دېش کرکټ سياليو کې واخيستل شول

Sep 16, 2017 - 17:24

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : د افغانستان د کرکټ پنځه  ملي لوبغاړي د بنګله دېش د کرکټ غوره ليګ سياليو (بي پي اېل) کې اخيستل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د بنګله دېش دغه شل اووريزې سيالۍ شاوخوا يوه نيمه مياشت وروسته د دغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې پيل شي.

تر دې مخکې شاه پور ځدراڼ ، شهزاد محمدي ، راشد خان او محمد نبي عيسى خېل د بنګله دېش په غوره ليګ سياليو کې لوبېدلي دي.

د بنګله دېش کرکټ ادارې اړونده د ( بي پي اېل) له خوا نن د وږي په ٢٥مه، د شپږو لوبډلو د مسوولينو له لوري د کورنيو او نړيوالو لوبغاړو د اخيستلو لپاره مراسم  تر سره شول .

د بنګله دېش د دغو سياليو د رانګپور رايـډرز لوبډلې له خوا دوه تنه افغان توپ اچوونکي پنران سميع الله شينوارى او ظاهر خان، د کوميلا ويکټورين لوبډلې له خوا راشد خان او محمد نبي او د چيټاکانګ لوبډلې له خوا نجيب الله ځدراڼ اخيستل شوي دي.

د افغانستان د کورني کرکټ بنسټ اېښودونکى او د کرکټ د چارو کارپوه نظيم جار عبدالرحيمزى د بنګله دېش په سياليو کې د پنځو افغان لوبغاړو اخيستل لويه لاسته راوړنه بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د کرکټ شل اووريزو تجارتي سياليو کې د نړۍ مشهور، مهم او تجربه لرونکي لوبغاړي لوبېږي او د افغان لوبغاړو لپاره دا ښه چانس دى چې له هغوى څخه زده کړې وکړي او خپلې تجربې زياتې کړي.

جار وايي، په دا ډول ليګونو کې لوبېدو سره که له يوې خوا د افغان لوبغاړو وړتيا او تجربه زياتېږي، نو له بلې خوا په اقتصادي توګه يې هم حالت ښه کېږي او د افغانستان نوم ورسره مشهوريږي.

نوموړي اندېښنه  وښوده  چې دوه پياوړي افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان په يوه لوبډله کې اخيستل شوي، چې د هندوستان د اي پي ايل سره به بيا نبي ته ډېر چانس نه ورکول کېږي.

د يادونې ده، چې د روان زيږديز کال په لومړيو کې د لومړي ځل لپاره د هندوستان په کرکټ ليګ سياليو (اى پي اېل) کې دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشد خان اخيستل شوي وو چې دواړه په کې ښه وځلېدل.

تر هغه وروسته د ويسټ انډيز په سي پي اېل سياليو کې هم ياد لوبغاړي واخيستل شول، تر دې مخکې د پاکستان په اېس پي ايل ليګ سياليو کې هم نبي او شهزاد اخيستل شوي وو.

څو ورځې مخکې د استراليا بګ باش سياليو د يوې لوبډلې له خوا هم افغان پياوړى لوبغاړى  راشد خان واخيستل شو.

د کرکټ د چارو کارپوه رحيم ګل څاروان وايي، په دې وروستيو کې افغان لوبغاړو د کرکټ په نړۍ کې ډېرې ښې لاسته راوړنې درلودې، چې له امله يې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا افغانستان ته د بشپړ غړيتوب دريځ هم ورکړل شو.

هغه پژواک اژانس ته وويل،افغان لوبغاړي بايد مسلکي لوبو ته زياته پاملرنه وکړي او په نړيوالو ليګونو کې د لوبـېدو له چانسونو څخه ډېره ګټه پورته کړي.

نوموړي په ځانګړې توګه د راشد خان ستاينه وکړه چې د هغه د ښې لوبې له امله د نړيوالو پاملرنه افغان لوبغاړو  ته اوښتې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement