د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د برهان الدين رباني په اړه د ځينو نوو چاپ شويو اثارو مخکتنه وشوه

د برهان الدين رباني په اړه د ځينو نوو چاپ شويو اثارو مخکتنه وشوه

Sep 17, 2017 - 20:39

کابل (پژواک،٢٦وږى٩٦): د جمعيت اسلامي د رهبر او پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د شخصيت په اړه د ليکل شوو مقالو ټولګې او د هغه د ليکنو او ويناوو جوړ پنځو کتابونو مخکتنه وشوه.

دغه اثار نن په کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د حکومت د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او يوشمېر حکومتي چارواکو او ځينو سياسي او فرهنګي څېرو په شتون سره معرفي شول.

عبدالله عبدالله وويل، برهان الدين رباني پر خداى مين، عالم او عارف شخصيت و چې د هغه اثار د هېواد لپاره ستر علمي، تاريخي او کلتوري غنيمت دى.

هغه وويل: "استاد رباني داسې عالم و چې په خپل علم يې عمل کاوه، د استاد اثار ستر معنوي ميراث دى چې د هغه چلند، خبرې او ويناوې زموږ د معنوي ميراث برخه ګڼل کېږي."

د حکومت اجرائيه مشر د دې په بيانولو سره چې سوله، امنيت او سوکالي د رباني اصلي هيلې وې، وويل: "افغانان دې هېڅکله خپل اتفاق او يووالى له لاسه نه ورکوي، په نږدې راتلونکې کې به د خداى په مرسته په هېواد کې د استاد هيلې پرځاى شي."

د "تدوین آثار شهید" مرکز مشر فضلى اماج چې د برهان الدين رباني اثار او د هغه په اړه ليکل شوې مقالې خپروي، وويل چې دغه مرکز د جمعيت اسلامي د مشر له ترور وروسته جوړ شوى او تر اوسه پورې يې ٢٦ کتابونه چاپ او د خلکو په واک کې ورکړي دي.

د افغانستان د جمعيت اسلامي مشر، پخوانى ولسمشر او د سولې د عالي شورا پخوانى مشر برهان الدين رباني د ١٣٩٠ کال د وږي په ٢٩مه کابل ښار کې په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد له امله چې ځان يې د طالبانو د پيغام راوړونکى بللى و، ووژل شو.

د هغه په خبره، برهان الدين رباني په ١٣٤١ کال کې کله چې محصل و، د کتاب، رسالو او مقالو ليکل پيل کړل چې يو شمېر يې تر اوسه هم تيت او نه دي چاپ شوي.

هغه اثار چې نن معرفي شول، د برهان الدين رباني په اړه د مختلفو سياسي او فرهنګي څېرو او ليکوالانو د مقالو ټولګه، د هغه اثارو ته کتنه، ١٣٨٤-١٣٨٢کلونو ترمنځ د رباني د ويناوو ټولګه، د نيمې پېړۍ مبارزې او رهبرۍ د سيمينار د ويناوو ټولګه، د رهبر پيغام او د حرم کاروان (د رباني په لاس ليکل شوې ليکنې) شاملې وې.

ليکوال سيد ابراهيم حکمت چې په دغو مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل: "د استاد ربانی لیکنې په ځوانۍ کې دومره پخې وې چې نن يې بېلګه نشته؛ د ادب مراعات، د ليکوالۍ اصول، د پېښو څرګندتوب، پراخ پوهاوى او پر موضوع واکمن توب د هغه په اثارو کې ليدل کېږي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement