د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تورخم ګمرک سکینر ماشین له څو مياشتو راهيسې له کاره لوېدلى

د تورخم ګمرک سکینر ماشین له څو مياشتو راهيسې له کاره لوېدلى

Sep 17, 2017 - 17:09

جلال اباد (پژواک، ٢٦ وږی ۹۶): په تورخم ښارګوټي کې هغه پلټونکی (SCENNER)  ماشین له کاره لوېدلی چې پر مټ یې هېواد ته د نشه يي او چاودېدونکو توکو انتقال مخنیوي په هدف تازه را اوښتونکې موټر پلټل کېدل.

خو د دغه ماشين غير فعالېدو خلکو ته بېلابېلې اندېښنې پيدا کړې او نيوکه کوي چې دغه ماشين په لوی لاس خراب شوی؛ خو مسئول چارواکي وايي چې ماشين تخنيکي ستونزه پيدا کړې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال تور پورې کوي چې چارواکو په لوی لاس دا پلټونکی ماشین د فساد د دوام لپاره له کاره غورځولی خو مسوولین وايي ماشین له تېرو څو کلونو راهيسې تخنيکي ستونزه پيدا کړې او له وزارت سره يې ستونزه شريکه کړې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد درانی وايي، که څه هم د دغه ماشين په نصبېدو سره شفافيت رامنځته او د قاچاق مخه نيول کېدای شوه، خو د يو شمېر مسوولينو ګټې ورسره په خطر کې وې.

هغه نېغ په نېغه د ګمرک او کمیسارۍ مسوولینو ته ګوته ونیوه او تور یې پورې کړ چې د سکينر په خرابولو کې لاس لري.

دراني زياته کړه: ((دغه ماشین چې د ګمرک اړوند دى؛ په دستوري شکل د کمیسارۍ مسوولینو له لوري غیر فعاله شوى، په دې کې د ګمرک ریاست مامورین هم مسوول دي، له هغوی دې پوښتنه وشي، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې معرفي شي چې ولې یې تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی کړی. ګمرک بېله او کمیساري بېله اداره ده خو دوی د کمیسارۍ له وېرې بېرته نه ده فعال کړی.))

د ولایتي شورا مرستیال د غیر فعال شوي SCENNER ماشین بیا جوړول مهمه اړتیا بولي او وايي چې د نا امنیو او فساد مخنیوي کې مهم رول لري؛ ځکه په وینا یې ډېر ځله یې پر مټ وسلې، مهمات او نشه يي توکي نیول شوي دي.

د تورخم کمیسارۍ چارواکي بيا د ولایتي شورا د مرستیال ادعا ردوي او وايي چې SCENNER ماشین تېر کال په تورخم ښارګوتي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې زیانمن شوی دی.

کمیسار قسیم شینواري په دې اړه پژواک ته وويل: ((د ولایتي شورا غړي  به هر څه وايي، دغه سکینر موږ پورې تړاو نه لري، تاسې هغه ځای له نږدې وګورئ، سکینر د هاوان د مرمۍ په يوه پرچه تخریب شوی دی، موږ لسګونه مکتوبونه او شفرونه مرکز ته ورکړي چې جوړ یې کړي،  په هغې پارچې لګېدلي، دا کومه پټه  خبره خو نه ده.))

په همدې حال کې د ننګرهار د ګمرک رییس الهام الدین مظهر رد کړه چې ګواکې د ننګرهار ګمرک ریاست اړوند مسوولین او مامورین دې د SCENNER په غیر فعالولو کې لاس لري.

نوموړي پژواک ته وویل چې ياد سکينر د تخنیکي ستونزو او مسلکي کسانو د نشتوالي له کبله غیر فعال دی.

هغه وايي: ((له بده مرغه یو د سکينر موضوع نه ده، بلکې افغانستان کې چې کوم پرمختللې ټکنالوجي چې موږ عملي کړه، د هغې د مخې ته وړلو لپاره یې موږ مسلکي کسان نه لرل، ځینو کسانو ته یې د استعمال زده کړه ورکړه؛ خو تخنیکي نه وه، نو له همدې امله دغه سکینر لپاره موږ هم مسلکي کسان نه لرل، نو ځکه له کاره وغورځېدل.))

مظهر زیاته کړه، یوازې تورخم نه، بلکې د هېواد په ټولو سرحدي لارو او بندرو کې شاوخوا ۳۵ دغه ډول سکینرونه نصب شوي وو خو د اوږدمهال لپاره د تخنیکي توکو او مسلکي کسانو د نشتوالي له کبله له کاره لوېدلي دي.

د ننګرهار ګمرک رییس وايي، د امریکا سفارت د دغه سکینر د نصب لپار له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد کړی و چې هغوی یوازې د دغه سکینر د کارولو لپاره کسان روزلي وو، خو په مسلکي ډول پرې نه پوهېدل.

نوموړى زیاتوي، اوس په دې هڅه کې دي چې له یوې بلې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک او دغه SCENNER له سره فعال کړي.

دغه راز د تورخم ګمرک مسوولينو پژواک اژانس ته هغه اسناد او مکتوبونه هم ور وښودل چې د دغه سکينر د خرابېدو په تړاو يې د ماليې تر وزارته رسولي دي؛ خو کوم مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

په دغو مکتوبونو کې يادونه شوې چې څو کاله وړاندې ياد ماشين د تخنيکي ستونزو له امله خراب شوی چې هم دې ورسره د ماشين په جوړېدو کې مرسته وکړي او هم دې ورته په اړوند برخه کې مامورين ټرينینګ شي.

له شپږو زيات داسې مکتوبونه پژواک ته وښودل شول چې په ټولو کې همدا ډول متن ليکل شوی او له اړوندې ادارې د مرستې غوښتنه شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه سکينر ماشين به نور څومره وخت غير فعال وي خو د ننګرهار ګمرک اداره وايي، ژمنه ورسره شوې چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزه حل شي.

د ننګرهار د ګمرک رييس الهام الدین مظهر وايي، چې د دوى د مکتوبونو په ځواب کې د ماليې وزارت د سکنيرونو د ترميم لپاره داوطلبي وکړه، خو حاضر نه شول.

هغه زياته کړه، دوى بيا دتداکراتو د ملي ادارې له خوا اعلان ورکړى او د دې ترڅنګ له ځينو شرکتونو سره يې شخصي خبرې هم کړې دي.

د هغه په وينا، کوم شرکت چې دا ماشين جوړ کړى، هغوى تر لسو کلونو پورې يې پرزې جوړوي، خو اوس د دې ماشين لس کاله پوره شوي او اړونده شرکت يې پرزې نه جوړوي.

د نوموړي په وينا، دوى هڅه کوي چې دغه پرزې په اړونده شرکت يا پر بل کوم يوه جوړې کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement