د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتيا وزارت د ځان وژنې د مخنيوي ملي سټراټيژۍ په تطبيق کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت د ځان وژنې د مخنيوي ملي سټراټيژۍ په تطبيق کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

Sep 17, 2017 - 20:01

کابل (پژواک،٢٦وږى٩٦): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د ځان وژنې د کچې په اړه د نويو شمېرنو له وړاندې کولو پرته له مختلفو ارګانونو څخه وغوښتل چې له ياد شوي وزارت سره د ځان وژنې د مخنيوي د ملي سټراټيژۍ په لړ کې مرسته وکړي.

د عامې روغتيا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ډاکټر فدامحمد پيکان د "خپل يوه دقيقه وخت وقف کړئ او يو ژوند وژغورئ" تر شعار لاندې د ځان وژنې د وقايې د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل: "له بده مرغه د عامې روغتيا وزارت د ځان وژنې په اړه کره شمېره نه لري؛ ځکه دا خلکو ته شرم او ننګ دى چې د ځان وژنې په اړه چاته کيسه وکړي، له همدې امله د دا ډول ډېرو پېښو په اړه راپور نه ورکول کېږي."

خو هغه زياته کړه، په روان کال کې په روغتيايي سيستم کې د شمېرو د راټولولو په موخه نوې لاره ځاى کړى شوې چې له مخې به يې په ورپسې کلونو کې هر کال دقيقې شمېرنې وړاندې شي.

د ده په وينا، معمولا د ځان وژنې پېښې د تسمم او ځان سوځونې په نامه ثبتېږي، چې دې کار د عامې روغتيا لپاره د شمېرنو په راټولولو کې يوه جدي ستونزه رامنځ ته کړې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان سروې ښيي چې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې په افغانستان کې ١٢٠٥ کسانو ځان وژنې کړې دي.

د دغې سروې له مخې، په دې شمېر کې ٦٤٣ ښځې او ٥٦٢ نارينه شامل دي او ډېر کسان چې ځان وژنې کوي، له ١٥تر ٢٩ کلونو پورې عمرونه لري.

د پيکان په خبره، هرات، بادغيس، فراه، کندهار او نيمروز هغه ولايتونه دي چې د ځان وژنې ډېرې پېښې په کې ترسره شوې دي او دغه ځان وژنې د جنسيتي او کورنيو تاوتريخوالو، ناسمو دودونو، خپګان، جګړې، بې وزلۍ او وزګارتيا او نشه يي توګو کارولو له امله رامنځ ته کېږي.

هغه د دې په بيانولو سره چې د ځان وژنې د مخنيوي لپاره يواځې د عامې روغتيا وزارت اقدامات بسنه نه کوي، په دې برخه کې له نړيوالو بنسټونو، د ارشاد حج او اوقافو ادارو، د ځوانانو معينيت او د اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو، پوهنې، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د ښځو چارو له وزارتونو څخه وغوښتل چې له عامې روغتيا وزارت سره دې د ځان وژنې د مخنيوي د ملي سټراټيژۍ په تطبيق کې مرسته وکړي.

نوموړي وويل، د عامې روغتيا وزارت په وروستيو کلونو کې د ځان وژنې د مخنيوي لپاره د ځان وژنې د وقايې ملي سټراټيژي پراخه کړې ده، د پوهاوي پروګرامونه يې ترسره کړي، ټولنيز رواني سلاکاران يې روزلي او له ٤٠٠ ډېرو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرکزونو ته يې استولي دي.

د هغه په وينا، د ځان وژنې د وقايې د ملي سټراټېژۍ له مخې، د لوړو زده کړو وزارت بايد د محصلينو د جذب وړتيا لوړه کړي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت دې کاري فرصتونه رامنځ ته کړي، د ارشاد حج او اوقافو وزارت دې د اسلامي ليدلوري له مخې د ځان وژنې د ناروا والي په اړه پوهاوى وکړي او د کرنې وزارت دې د هغو حشره وژونکو درملو وېش کنټرول کړي چې د ځان وژنې په ځينو موردونو کې ترې کار اخيستل کېږي.

د يادونې وړ ده چې په نننۍ غونډه کې د ټولنيزو رواني هغو ٩٣ سلاکارانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول چې د زده کړې په يو کلنه دوره کې يې ګډون کړى و او ټاکل شوې ده چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په مرکزونو کې ١٥ ولايتونو ته واستول شي.

له غزني ولايت څخه زهرا بختياري او نوې فارغ شوې ټولنيزې سلاکارې وويل: "د يو کال په اوږدو کې مو ډېر څه زده کړي دي او له دې وروسته له هغو کسانو سره مرسته کوم چې په خپلو ستونزو کې له رواني ستونزو سره مخامخ دي."

له دايکنډي ولايت څخه يوې بلې نوې فارغ شوې ټولنيزې سلاکارې نازيې اميري وويل، يو رواني ناروغ د درملو په کارولو سره نه رغېږي؛ ځکه د يوه شخص داخلي ستونزې او احساسات په رواني ډاډګيرنې او زړه سواندۍ سره د درملنې وړ دي او دا به د دا ډول ناروغانو د درملنې په لړ کې هڅې وکړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان يو مرکز ښيي چې په نړۍ کې کابو يو ميليون کسان ځان وژنه کوي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement