د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ۵۰ ښوونځي په اړینو وسایلو او لوازمو سمبالېږي

د کندهار ۵۰ ښوونځي په اړینو وسایلو او لوازمو سمبالېږي

Sep 17, 2017 - 20:06

کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۶): په کندهار کې د ښوونځیو د ښه والي پروګرام له مخې ۵۰ ښوونځیو ته د اړتیا وړ لوازم او وسایل چمتو کېږي.

پر دې پروګرام ۶۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې هر ښوونځي ته به ۱۲ سوه ډالر ورکړای شي.

د کندهار د پوهنې ریاست دغه لړۍ نن له دامان ولسوالۍ څخه پیل کړه.

دغه راز پر ۱۵۴ زره زده کوونکو د قرطاسیې د وېش لړۍ هم له دې ولسوالۍ پیل شوه پیل شوه.

په دې اړه په دامان ولسوالۍ کې په جوړو شوو مراسمو کې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، نن یې دامان ولسوالۍ ته د دې لپاره سفر کړی چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې وارزول شي او دغه راز د ښوونځیو د ښه والي پروګرام له همدې ولسوالۍ پیل کړي.

هغه زیاته کړه، ولایت اداره هڅه کوي د دې ولایت د پوهنې په بهیر کې ژور اصلاحات راولي چې په دې لړ کې یې ولسوالیو ته سفرونه پیل کړي دي.

ده وویل، د پوهنې بهیر به د خلکو په مرسته اصلاح کوي او شته امکانات به تر هغوی رسوي.

هغه په دې لړ کې د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت د ښوونځیو د ښه والي د پروګرام یادونه وکړه چې ۵۰ ښوونځیو ته ځانګړي شوي او هر ښوونځي ته به ۱۲ سوه ډالر ورکول کېږي، څو د اړتیا وړ لوازم او وسایل چمتو کړي.

د ده په وینا، د ښوونځیو مسوولین به واک ولري چې دغه پیسې پر هغو کارونو ولګوي چې په ښوونځي کې اړتیا ورته لیدل کېږي، لکه د ښوونځیو رنګول، د ماشومانو لپاره د پارک چمتو کول، د ښوونځي پر دېوالونو شعارونه لیکل او نور.

نوموړي دغه راز پر زده کوونکو د قرطاسیې د وېش لړۍ هم پیل کړه چې د کندهار ښار او ولسوالیو پر ۱۵۴ زره زده کوونکو به ووېشل شي.

د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وویل، نوی تعلیمي کال یې د پوهنې په بهیر کې له ښه والي او اصلاحاتو سره راپيل کړی دی.

هغه زیاته کړه، د ۵۰ ښوونځیو لپاره د SIP پروګرام له مخې ۶۰ زره ډالر ځانګړي شوي چې هر ښوونځي ته به د وسایلو او لوازمو د پوره کولو په موخه ۱۲۰۰ ډالر ورکړای شي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار ښار او ولسوالیو د ۱۵۴ زره زده کوونکو لپاره قرطاسیه د یونیسیف ادارې له خوا چمتو شوې چې وېش یې له دې ولسوالۍ پیل شو.

ده یادونه وکړه چې څو ورځې وړاندې یې د دې ولایت په سپین بولدک کې۱۰ بند ښوونځي بیا پرانیستل چې په دې توګه په دې ولایت کې د بندو ښوونځیو شمېره له ۱۵۳ څخه ۱۴۳ ته راټيټه شوه.

دا پرانیستل شوي ښوونځي د هغو ۴۷ ښوونځیو له ډلې دي چې د پوهنې ریاست یې په روان تعلیمي کال کې د بیا پرانیستل کېدو هوډ لري.

دا ښوونځي له تېرو څو کلونو راهیسې د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي پاتې وو.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د پوهنې ریاست څو ورځې وړاندې د ۲۰ ښوونځیو د ترمیم چارې هم پیل کړې چې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د دامان ولسوالۍ اوسېدونکو د پوهنې ریاست نوي پروګرامونه ګټور وبلل او خپلې ستونزې يې هم وړاندې کړې.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالاحد پژواک اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ په لیرې سیمو کې ښوونځي نشته او ځینې ښوونځي ودانۍ نه لري چې باید غم یې وخوړل شي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې حق الزحمه ښوونکو ته پر وخت معاش نه ورکول کېږي چې د تدریس پر بهیر ناسم اغېز کوي.

ده او یو شمېر نورو قومي مشرانو د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوله.

چارواکو له خلکو سره ژمنه وکړه چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د کندهار د پوهنې په تشکيل کې ټول ۴۷۰ ښوونځي شته چې دا مهال يې ۳۲۸ پرانيستي دي او پاتې ۱۴۳ نور یې لا هم تړلي دي.

د کندهار د ۳۲۸ ښوونځيو له ډلې يواځې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې له امله یې د ډېرو ښوونځيو زده کوونکي په يخ او ګرم موسم کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ان خېمې هم نه لري.

د کندهار اوسېدونکي د پوهنې ریاست له اوسني وضعیت څخه خوښ نه دي او په دې باور دي چې څومره فساد او ناسمې استفادې د پوهنې په اداره کې شوې، هومره په بله هیڅ اداره کې نه دي شوي.

هغوی نور دا حالت د زغم وړ نه بولي او د اصلاحاتو  غوښتنه کوي.

د نوي تعلیمي کال د پیل پر مهال د کندهار والي او د پوهنې ریاست چارواکو ژمنه وکړه چې د پوهنې د بهیر د اصلاح سمون لپاره به کار کوي او که په دې برخه کې بدلون را نه ولي، نو له خلکو سره به یې لوی خیانت کړی وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement