د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

رحيمي: تېرې درې اوونۍ ننګرهار کې ۸۰ وسله وال مخالفين وژل شوي

رحيمي: تېرې درې اوونۍ ننګرهار کې ۸۰ وسله وال مخالفين وژل شوي

Sep 18, 2017 - 17:29

جلال اباد (پژواک ٢٧ وږی ۹۶): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې تېرو درېيو اوونيو کې يې د ګډو او ځانګړو عملياتو پرمهال ۸۰ وسله وال وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.

هغه دغه راز وايي چې په يادو عملياتو کې ۵۵ مشکوک وسله وال کسان هم نيول شوي او ۳۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلې دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي چې د وږي په ۲۶مه يې په امنيه قوماندانۍ کې يو خبري کنفرانس ته خبرې کولې دا څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړه، څو ورځې وړاندې يې هغه تن هم نيولی چې تېره اوونۍ يې په جلال اباد ښار کې له يو سوداګر څخه د څلور نيم ميليون افغانيو د غلا په قضيه کې لاس درلود او همدارنګه  يې هغه دوه ماين خښوونکي هم نيولي چې له صوتي ماينونو څخه په ګټه يې له خلکو پيسې اخيستې.

جنرال رحيمي وايي، ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېرو درېيو اوونيو کې د بېلابېلو چاڼيزو او جګړه ييزو عملياتو پرمهال ۸۰  وسله وال مخالفين وژلي او د دوی له ډلې يې ۱۳ تنه ټپيان کړي دي.

هغه وويل، په همدغه موده کې ۵۵ مشکوک کسان هم نيول شوي چې ځينې يې تر لومړنيو پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

قوماندان وايي، وروسته له هغه چې جلال اباد ښار کې له يو سوداګر څخه وسله والو غلو څلور نيم ميليون افغانۍ غلا کړې، د دوی د پرله پسې هڅو او پلټنو په پايله کې د يادې قضيې يو مهم  غړی ونيول شو.

نوموړي دا هم وويل، د وسله والو غلو د هغې ډلې دوه غړي يې هم نيولي چې خلکو ته يې ډول ډول ګواښونه کول او پيسې يې ترې غوښتلې.

رحيمي زياته کړه: ((دغه دوه کسان چې په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی، د خلکو د کورونو مخې ته يې صوتي مايونونه خښول او وروسته يې اخطارونه ورکول او پيسې يې ترې اخيستې.))

د ننګرهار امنيه قوماندان ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او په راتلونکي کې هم د ورته پېښو د مخنيوي او د عاملينو د نيولو لپاره به يې اقدامات کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement