د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د درېیو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د درېیو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

Sep 18, 2017 - 11:10

جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې د درېيو پاکستانيانو په ګډون ١٢ طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ د مامند درې د ډاګې په  سيمه کې د بهرنیو ځواکونو د جېټ الوتکې د هوايي بريد په ترڅ کې نهه داعش وسله وال وژل شوي دي‌.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز د دغه ولايت د  بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي سيمه کې د ځانګړو افغان ځواکونو له لوري تېره شپه عملیات شوي چې په ترڅ کې یې درې پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياتوي چې یاد وسله وال په سيمه کې په ورانکاره او ترهګريزو کړنو بوخت وو.

د والي وياند وايي چې په دغو عملياتو کې ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement