د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکمتيار: له هېڅ سياسي ډلې سره ناسالمه سيالي نه غواړم

حکمتيار: له هېڅ سياسي ډلې سره ناسالمه سيالي نه غواړم

Sep 19, 2017 - 20:11

هرات (پژواک،٢٨وږى٩٦): د افغانستان د اسلامي حزب رهبر وايي، له هېڅ ډلې سره د جګړې او ناسالمې سيالۍ په لټه کې نه دى او له ټولو سياسي ګوندونو او ډلو څخه غواړي چې لږ تر لږه په هېواد کې د کړکېچ د مخنيوي په لړ کې سره يو موټى شي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د سولې له بهير سره تر يوځاى کېدو وروسته، نن په خپل لومړني ولايتي سفر کې هرات ته ولاړ او د دغه ولايت په ستر جامع جومات کې يې د خپلو پلويانو په ټول کې وينا وکړه.

هغه په خپله وينا کې وويل، له هېڅ ډلې يا شخص سره يې د جګړې جبهه نه ده پرانيستې او هغه کسان يې هم بښلي چې له ده سره په تېرو څلورو لسيزو کې جنګېدلي دي او اوس هم غواړي چې د جګړې جبهه پرانيزي.

د افغانستان د اسلامي حزب رهبر وويل: "موږ له هېڅ سياسي ډلې سره ناسالمه سيالي نه غواړو او د جګړې او په جګړه کې د ور ګډېدو اراده نه لرو، جګړه د حل لار نه ده."

نوموړي زياته کړه، په حکومت کې داخلې ځينې ډلې د نظام د کمزوري کېدو  په لټه کې دي او له هغوى څخه غواړي چې په دې حساسو شرايطو کې دې د حکومت د کمزوري کولو هڅه نه کوي او ټولې سياسي ډلې دې لږ تر لږه په هېواد کې د کړکېچ د مخنيوي په لړ کې سره متحد او يو موټى و اوسي.

نوموړي پر هغه څخه نيوکه وکړه چې پر ټول افغانستان د حکومت نه واکمني بلل کېږي او ويې ويل چې د ولايتونو او وزارت خانو په کچه موازي حکومتونه او رياستونه جوړ شوي دي چې بايد له لرې کړى شي.

حکمتيار د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "له بده مرغه موږ  هم د ولايتونو او هم د وزارتونو  په کچه د موازي حکومتونو شاهدان يو، دا چې موږ د ولايتونو په کچه خپلواک حکومتونه لرو، د وزارتونو په کچه هم خپلواک رياستونه لرو، دغه حالت بايد ختم کړو او دا د هېچا په ګټه نه دى."

د افغانستان د اسلامي حزب رهبر د حکومت هغو مخالفو ډلو ته په خطاب کې چې د لنډمهاله دولت جوړېدل غواړي، وويل: "لس مياشتې نور هم دغه حکومت وزغمئ او د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو سره قدرت ترلاسه کړئ."

حکمتيار د افغانستان د جګړې دوام د پخواني شوروي جګړه وبلله او ويې ويل چې جګړه د حل لار نه ده او امريکا نه شي کولاى په افغانستان کې د خپلو پوځيانو په زياتېدو سره جګړه ختمه کړي.

د اسلامي حزب مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې د ګاونډيو هېوادونو پر لاسوهنو نيوکه وکړه او خبردارى يې ورکړ چې که د افغانستان جګړه کابو نه شي، دغه جګړه به د ګاونډيو هېوادونو لمنې هم ونيسي.

هغه زياته کړه: "دغه جګړه پر موږ له بيرون څخه تپل شوې ده او په دې لړ کې پانګونه کېږي او موږ له خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه غواړو چې د جګړې د دوام لپاره دې پانګونه نه کوي او افغانستان ته دې وسلې نه را استوي، د افغانانو له لوږې او بې وزلى څخه دې ناوړه ګټه نه پورته کوي او د مزدور جګړه مار په نوم يې دې نه استخداموي."

نوموړي  وويل، په طالبانو کې ښه او بد شته، له حکومت او سياسي ډلو څخه يې وغوښتل له يو او بل سره دې په تفاهم سره د "ښو" طالبانو ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړه: "موږ له ټولو سياسي ډلو څخه غواړو چې راشي او د ښو طالبانو ستونزې حل کړي، د هغوى معقولې غوښتنې ومني؛ زما په اند ښه طالب هغه دى چې له جګړې ستړى دى، جګړې ته اړ شوى او غواړي چې خپله وسله پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهير سره يوځاى شي."

له بلې خوا د افغانستان د اسلامي حزب مشر وويل چې د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې بايد د نسبتا ناامنو سيمو خلک د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې نه شي؛ ځکه د افغانستان تر شپېته سلنه ډېره خاوره د حکومت په واک کې ده او بايد هلته د ټاکنو کميسيون د رايې صندقونه کېږدي او ټاکنې ترسره کړي.

نوموړي ټولو سياسي ډلو ته بلنه ورکړه چې په خپلو کې تفاهم ته سره ورسېږي او پر وخت او له درغلو او سرغړونو څخه پاکې ټاکنې ترسره کړي او سياسي واک ترلاسه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement