د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار ولايت د ډاکترانو کاري اعتصاب پای ته ورسېد

د ننګرهار ولايت د ډاکترانو کاري اعتصاب پای ته ورسېد

Sep 19, 2017 - 16:15

جلال اباد (پژواک، ٢٨ وږی ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي چې د عامې روغتيا د وزير په منځګړتوب د دغه ولايت د ډاکترانو او درمل پلورونکو کاري اعتصاب پای ته ورسېد.

له پرون سهار راهيسې د ننګرهار حوزوي او د پوهنتون تدريسي روغتونونو ډاکترانو او د جلال اباد ښار د شخصي کتنځايونو او روغتونونو ډاکترانو او درمل پلورونکو د امنيتي ستونزو د ډېروالي له امله کاربنديز وکړ او د ستونزو د حل په موخه يې د يو با صلاحيته پلاوي د ورتګ غوښتنه وکړه.

په همدې موخه د عامې روغتيا وزير ډاکتر فېروزالدين فېروز پرون مازديګر ننګرهار ته سفر وکړ او د ډاکترانو ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د وږي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا وزير لومړی د ملي امنيت له رييس او امنيه قوماندان سره وليدل او په اړوند برخه کې يې د هغوی له کړنو ځان خبر کړ.

دی وايي، وزير فېروزالدين فېروز وروسته د ډاکترانو او درمل پلورونکو له استازو سره هم وليدل خو پرون کومې پايلې ته ونه رسېدل.

د ډاکتر کامه وال د معلوماتو له مخې، نن سهار له ډاکترانو او د امنيه قوماندان او نورو امنيتي ادارو له مسوولينو سره په يو ګډ مجلس کې پرېکړه وشوه چې لومړی بايد د يو اختطاف شوي کس د خلاصون لپاره هلې ځلې وشي او د نورو دوو پېښو د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې باید وکړي.

هغه وايي، د دې تر څنګ د طب پوهنځي د استادانو، د عامې روغتيا رياست د ډاکترانو او د درمل پلورونکو اتحاديې استازو يو شپږ کسيز کمېسيون وټاکل شو او دوی به په سلسله وار ډول له امنيې قوماندانۍ سره خپل ټول مشکلات او ګواښونه شريکوي.

نوموړي زياته کړه چې امنيې قوماندانۍ به دغو ستونزو ته حل لارې لټوي، حلوي به يې، پايلې به يې له ډاکترانو سره شريکوي او تر يوې مياشتې به ياد هيئت خپل راپور عامې روغتيا او امنيه قومانداني به د خپلو کړنو راپور کورنيو چارو وزارت سره شريکوي.

د عامې روغتيا رييس دغه راز وويل چې ټولو ډاکترانو، روغتيايي کارکوونکو او درمل پلورونکو له امنيتي ارګانونو سره ژمنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت، د ناقانونه کړنو په مخنيوي او نورو بېلابېلو برخو کې به ورسره همکاري کوي.

هغه له ډاکترانو مننه وکړه چې د عامې روغتيا وزير په منځګړتوب يې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه او دغه راز يې د دغه کار ستاينه هم وکړه چې د خپل کاربنديز پر مهال يې هم د بېړنيو ناروغانو درملنه کړې ده.

د يادولو ده، په تېرو څو مياشتو کې ننګرهار کې د درمل پلورونکو اتحاديې مرستيال حاجي زمان او يو بل درمل پلورونکی حاجي ثمرګل اختطاف شوي، د ډاکتر ايوب شينواري په کتنځای کې چاودنه شوې وه چې يو ورور يې په کې وژل شوی او بل ټپي دی او دغه راز د روغتيا رياست د بررسۍ د مدير په کور او کتنځای بمي بريدونه شوي چې هغه په کې ټپي دی.

دغه راز ډاکترانو او درمل پلورونکو پرون د کاربنديز د اعلان پر مهال دا شکايت هم درلود چې هره ورځ ورته ګواښونه کېږي او پيسې ترې غوښتل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement