د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ښېوې خلک: سيمه ييزو پوليسو يو بې ګناه ملکي وګړی وژلی

د ښېوې خلک: سيمه ييزو پوليسو يو بې ګناه ملکي وګړی وژلی

Sep 19, 2017 - 15:10

جلال اباد (پژواک، ٢٨ وږی ۹۶): د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سيمه ييزو پوليسو په دې ولسوالۍ کې يو ملکي وګړی وژلی او له ولايتي ادارې د وژل شوي شخص د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.

دوی چې د وږی په ٢٨مه يې د وژل شوي شخص جسد هم له ځان سره لېږداوه، جلال اباد ښار ته راغلي وو او د ولايت مقام مخې ته يې لاريون وکړ.

يادو کسانو تور پورې کاوه چې د ښېوې ولسوالۍ سيمه ييزو پوليسو له دولتي يونيفورم او د دولت له وسلې په استفادې يو ملکي وګړی له کومې ګناه پرته وژلی او خپله له سيمې تښتېدلي دي.

د وژل شوي شخص يوه ورور محمد يوسف وايي چې ورور يې هېڅ ډول دښمني نه درلوده او له کومې ګناه پرته وژل شوی دی.

هغه په دې برخه کې د ښېوې ولسوال او امنيه قوماندان پر پاتې راتلو او بې کفايتۍ تورن کړل او له ولايتي ادارې يې د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه.

د وژل شوي شخص خوريی او د پېښې عيني شاهد زاهدالله وايي چې ماما يې د ښېوې ولسوالۍ قلعه ټک کلي ته د جنازې مراسمو لپاره تللی و چې د شپې له خوا د څو سيمه ييزو پوليسو له لوري وژل شوی دی.

زياته کړه: ((زموږ يوه ترور مړه وه، ماما مې هم راغلی و، جنازه له پرون څخه نن ته پاتې شوه؛ نو ماما مې هم پاتې شو، د شپې يې ما ته وويل چې زه لږ ناروغ يم، ستاسو کور ته ځو، بهر راووتلو، سيمه ييز پوليس هم ولاړ وو، دوی هم راسره روان شول، د کلي منځ کې لاره دوه ځایه کېده؛ نو موږ په يوه لار لاړو او دوی په بله لږ وړاندې مو مخې ته بيا راووتل او زما ماما يې پر ډزو وويشت او ځای پر ځای يې مړ کړ.))

د ښېوې ولسوالۍ راغلو خلکو نيوکه کوله چې د دې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس د ولس د خير نه، بلکې د ولس د ځورولو لپاره ګومارل شوي دي.

يو قومي مشر ملک اقاګل وويل، چې سيمه ييز پوليس له خلکو باج اخلي، له دوکاندارانو قلنګ ټولوي او په خپل سر قتلونه او مرګونه کوي.

هغه غوښتنه وکړه، چې سيمه ييز پوليس دې له دغې ولسوالۍ وويستل شي، کنه خلک به د دولت ضد کړنو ته مخه کړي او له وسله والو سره به يوځای شي.

معترضينو ټينګار کاوه، چې بايد ولايتي اداره دې، د وژل شوي تن قاتلين ژر تر ژره پيدا او قانوني چلند دې ورسره وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې د پېښې عاملين د وژل شوي شخص خپلوان هم دي خو وايي چې کومه دښمني يې نه درلوده.

هغه پژواک ته وويل، دوه تورن سيمه ييزو پوليس چې دغه شخص یې وژلی له سيمې تښتېدلي خو دوی سيمې ته يو پلاوی استولی او پلټنې يې پيل کړې دي.

د والي وياند زياته کړه چې دولتي پلاوي د پېښې د عاملينو کور کلابند کړی او د هغوی د کورنۍ له غړو يې څېړنې پيل کړې دي.

تر دى وړاندې هم د ښېوې ولسوالۍ له سيمه ييزو پوليسو ورته شکايتونه شوي خو تر اوسه يې په حکومتي کچه پر وړاندې کوم اقدام نه دی پورته شوی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement