د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز خلک: نظامي موټر ترافیکي قوانين نه مراعاتوي

پېښې

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

د کندوز خلک: نظامي موټر ترافیکي قوانين نه مراعاتوي

Sep 19, 2017 - 15:57

کندوز ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د کندوز اوسېدونکي وايي چې امنيتي ځواکونه د موټر چلونې پر مهال ترافيکي قوانينو ته پاملرنه نه کوي چې له امله يې ډېرى وخت ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د ولايتي شورا رييس امرالدين ولي پژواک ته وويل چې پوځي موټر هېڅ ډول ترافيکي قوانين نه مراعاتوي.

هغه زياته کړه: ((بدبختانه چې زموږ خلک په کندوز کې د پوځي موټرو د تېز تګ قرباني کېږي، په تېره يوه مياشت کې موږ د دې ډول درېيو ترافيکو پېښو شاهدان وو چې ملکي خلک په کې ووژل شول.))

ده ټينګار وکړ چې د دې ډول موټر چلونې او خپلسريو مخه بايد ونيول شي.

د کندوز يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د کندوز ښار اوسېدونکي بشيرخان صافي پژواک ته وويل چې پوځي موټر په ښار کې ډېر ګړندي ځي چې بايد مخه يې ونيول شي.

هغه زياته کړه: ((په کندوز کې د نورو ستونزو تر څنګ د پوځي موټرو تېز تګ ډېر خلک اندېښمن کړي، په تېره يوه مياشت کې څو پېښې رامنځته شوې، له شلو يې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.))

د کندوز ښار بل اوسېدونکى رحمت الله هم وايي: ((رينجر موټر بې حده تېز چلوي، هر څوک يې چې په مخه ورشي، پروا يې نه کوي وهي يې، ډېرې پېښې د همدې پوځي موټرو د تېز تګ له امله رامنځته کېږي چې بايد مخه يې ونيول شي.))

د کندوز پوليس هم د پوځي موټرو ګړندى تګ تاييدوي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک ته وويل چې په پوځي غونډه کې ټولو پوځي چارواکو ته هدايت ورکړل شوى چې موټر چلوونکي بايد د چلونې جواز ولري.

د هغه په وينا، پوځيان هم بايد د نورو خلکو په څېر مسلکي موټر وچلوي او ترافيکي قوانين بايد مراعات کړي.

حميدي زياته کړه: ((زموږ ټول موټر سريال نمبرې لري، هر موټر چې د قانون خلاف تګ کاوه، خلک يې بايد يادښت کړي او موږ سره يې شريک کړي تر څو په اړه يې لازم او قانوني اجراات وکړو.))

قوماندان وويل، له دې وروسته به ګارنيزيون او په ښار کې موجودې پوستې د پوځي موټرو د چټک تګ مخنيوي وکړي.

د کندوز د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې د امنيتي ځواکونو د بې احتياط موټر چلونې له امله ٨ ملکي وګړي مړه شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز تر څنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم پوځي موټر د ګړندي تګ تر څنګ ترافيکي قوانين هم نه مراعاتوي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement