د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هوايي بريدونو کې د دوو پاکستانيانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي

هوايي بريدونو کې د دوو پاکستانيانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي

Sep 19, 2017 - 11:49

جلال اباد (پژواک، ٢٨ وږی ۹۶): د ننګرهار ولايت په اچين او بټي کوټ ولسواليو کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدونو کې د لښکر اسلام او وسله والو طالبانو د ډلې څلور غړي وژل شوي او يو بل تن ټپي دی.

د چارواکو په وينا، په وژل شوو وسله والو کې بهرني اتباع هم شامل دي او د بريدونو پر مهال ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د لشکر اسلام دوه غړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې وژل شوي دواړه بهرني وګړي دي او د بريد پر مهال ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

په همدې حال کې د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې د بټي کوټ ولسوالۍ چهاردهي سيمه کې هم د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو دوه غړي وژل شوي دي.

دی وايي چې په دغه بريد کې يو بل وسله وال ټپي شوی هم دی او د دوی يو موټرسايکل هم له منځه وړل شوی دی.

مشرقيوال وايي چې دواړه هوايي بريدونه د بهرنيو ځواکونو له لوري ترسره شوي او پر مهال یې ملکي وګړو او يا هم امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.

تر اوسه وسله والو طالبانو او د لشکر اسلام ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement