د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نيمروز په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون کچه مخ په لوړېدو ده

ښځې

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

د نيمروز په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون کچه مخ په لوړېدو ده

Sep 23, 2017 - 16:07

زرنج (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): نيمروز که څه هم د افغانستان له لرو پرتو ولايتونو شمېرل کېږي او په ياد ولايت کې د ښځو د ظرفيت جوړولو په برخه کې ډېر کار نه دى شوى، خو بيا هم د ياد ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور کچه د لوړېدو په حال کې ده.

د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت ښځو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې رغنده رول درلود او په نميروز کې ٥٠ زره کسانو د ټاکنو په لړۍ کې ګډون وکړ چې له دې ٤٠ سلنه ښځې وې.

د يادو سيمه ييز چارواکو په وينا، د نيمروز د ښځو مدني فعاليتونو د دوام له امله د ياد ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو د شتون کچه لوړه شوې ده.

له پژواک خبري اژانس سره د دغه ولايت د ښځو چارو رياست له لوري د اټکليزو شريک شوو شمېرو پر بنسټ، اوسمهال د نيمروز د دولتي بنسټونو په بېلابېلو برخو کې له دوه زره زياتې ښځې پر دندو بوخت دي چې د نورو يو شمېر ګاونډو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې د ښځو ونډه ډېره لوړه ده.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې د پوهنې رياست د تدريس او خدماتو په برخه کې ١٧٥٠ ښځې او د دغه ولايت په عامې روغتيا رياست کې ١٥٠ ښځې د ډاکترانو، نرسانو، قابلو او خدمتګارانو په توګه دنده ترسره کوي.

پر دې سربېره د پژواک خبري اژانس د موندنو پر بنسټ، د پوهنې او روغتيا برخو سربېره اته ښځې د ښځو چارو په رياست، ٥٠ ښځې د پوليسو په ليکو کې پنځه ښځې په عدليې رياست، پنځه ښځې د کرنې په رياست کې، ١٩ ښځې د کار او ټولنيزو چارو رياست کې، څلور ښځې د استيناف په اداره کې، پنځه ښځې په مستوفيت، يوه ښځه په اقتصاد رياست، څلور ښځې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او يوه ښځه هم په محکمه کې دندې ترسره کوي.

خو دا په داسې حال کې ده، د تېرو دوو کلونو شمېرې ښيي چې په دغه ولايت کې د روغتيا او پوهنې سکتورونو په ګډون دولتي ارګانونو کې له زرو زياتې ښځې پر دندو بوختې دي.

د يادولو ده، له دغه ولايت څخه دوه ښځينه وکيلانې ولسي جرګې ته هم بريالۍ شوې، دغه راز دوه ښځې په ولايتي شورا او دوه نورې بيا د دغه ولايت په څارنوالۍ کې د څارنوالانو په توګه دنده ترسره کوي.

د نيمروز ولايت د ښځو چارو رياست سرپرستې ملالۍ احمدي د پژواک خبري اژانس له خبريال سره د خبرو پر مهال وويل چې د نيمروز ولايت په دولتي ادارو کې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو شتون دوه برابره لوړ شوى چې اوسمهال ښځې د دغه ولايت په ډېرو علمي، فرهنګي او سياسي ډګرونو کې فعاله رول لري.

خو هغې زياته کړه، نيمروز کې د کمو دولتي اداري جوړښتونو، د دغه ولايت د لرې موقعيت او په دغه ولايت کې د مرسته کوونکو بنسټونو د فعاليت کموالى د دې لامل شوى، څو له امله يې ښځې هم پراخ ګډون ونه لري؛ خو بيا هم اوسنۍ کچه د قناعت وړ ده.

هغې وويل، د ښځو چارو رياست څو ځلې په کتبي ډول له خير او مرسته کوونکو بنسټونو غوښتي، څو د نيمروز له ښځو سره په بېلابېلو پروژو ځانګړي ډول د غاليو د اوبدلو برخه کې مرسته او له دوى ملاتړ وکړي.

هغې زياته کړه: "که چېرې د دولتي ادارو تشکيل زيات شي او پروژې عملي شي نو ډېرى ښځې په کار بوختې شي."

دولتي ادارو کې کار ته د ښځو لېوالتيا

ولسي جرګه کې د نيمروز ولايت استازې فريده حميدي پر دې باور ده، د دغه ولايت  ښځې هيله لري چې د دولتي ادارو په بېلابېلو ډګرونو کې کار وکړي، خو د ښځو د ظرفيت جوړونې او د دوى د حقونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره کار وشي.

نوموړې وويل: "نن ښځو د تېر په پرتله د خپلو حقونو په اړه ډېر څه زده کړي او دا اړينه بولي چې د سړيو تر څنګ د خپلې کورنۍ د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې مرسته وکړي. په دغه ولايت کې ډېرې تحصيل کړې ښځې شتون لري او غواړي چې له جنسيتي تبعيض پرته له خپلو وروڼو سره په اوږه په اوږه په کار وکړي."

خو هغې زياته کړه، په نيمروز ولايت کې غير دولتي بنسټونه په ځانګړي ډول مرسته کوونکي بنسټونه ډېر کم فعاليت کوي او دغه کار د دې لامل شوى چې له امله يې هره ورځ ان د ليسانس تر کچې لسګونه ښځې دولتي ادارو ته د کار کولو په موخه مراجعه وکړي، خو د کمو تشکيلاتو له امله د دولتي ادارو له لوري رد ځواب ترلاسه کوي.

فرشته چې د زرنج ښار په فرخي لېسه کې ښوونکې ده، وايي چې په دغه ولايت کې ډېرى ښځې په دولتي او غير دولتي ادارو کې کار کولو سره لېوالتيا لري، له دې وړاندې به يو شمېر کورنيو په ادارو کې کار کولو عار او شرم باله، خو په عامه پوهاوي سره اوسمهال ډېرى کورنۍ پر دې پوه شوې چې ښځې هم د خپلو کورونو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.

خو د زرنج ښار يو اوسېدونکى ګل احمد چې مېرمن يې د دغه ولايت په يوه ښوونځي کې ښوونکې او لور يې په دولتي اداره کې کار کوي؛ په دې باور دى ښځې د حجاب او اسلامي حکمونو په مراعتولو سره په دولتي ادارو کې کار کولى شي او هېڅ ډول ستونزه نه لري؛ ځکه د دوى کار خلکو ته د خدمت لامل کېږي او لاسته راوړنې لري.

د زرنج اوسېدونکې نسيمه چې له دوو کلونو راهيسې د خپل ولايت په يوه دولتي اداره کار کې کوي، وايي چې نيمروزي مېرمنې له کوره بهر کارونو سره لېوالتيا لري، خو پژواک ته يې وويل چې د دولتي ادارو په دوو برخو کې د ښځو فعاليت موثر دى.

د نسيمې د خبرو پر بنسټ، د يوې ښځې کار يقناً چې د کورنۍ په اقتصادي وده کې موثر دى، له بلې خوا هغه ښځې چې په دولتي ادارو کې ورسره مخ ده، دوى ورسره خپلې ستونزو د نارينه وو په پرتله په ښه او غوره ډول شريکې کړي.

دغه نيمروزي مېرمنې پر دې سربېره وويل چې په دولتي ادارو کې د ځينو چارو  مخته وړل يوازې په ښځو پورې تړلي او په يوه داسې سنتي ټولنه کې د نارينه وو مکلفيت نه ګڼل کېږي.

 

هغه همدارنګه وويل چې په ځينو کورنيو کې د نارينه وو وژل کېدو او د وزګارتيا ډېرښت، ښځې دې ته اړې کړې چې د کورنيو مسووليتونو تر څنګ د اقتصادي ستونزو حل ته هم مخه کړي او خپلې کورنۍ او اولادونو ته د نفقې موندلو لپاره له کوره بهر کار وکړي.

خو په ورته وخت کې د نيمروز يو شمېر ښځې او نجونې چې لوړې زده کړې هم لري، کاري ظرفيت يې اوچت دى، خو اوسمهال کور کې ناستې دي او په دې تمه دي چې په دولتي او نادولتي ادارو کې به ورته کوم کاري فرصت په لاس ورشي.

سميرا چې دوه کاله وړاندې د نيمروز ولايت د يوه ښوونځي له ١٢ ټولګي نه فارغه  شوې او اقتصادي ستونزو يې د لوړو زده کړو مخه نيولې، له کوره بهر کار کولو سره لېوالتيا لري، خو تر اوسه پورې نه ده توانېدلې چې خپله دا هيله پوره کړي.

هغې پژواک ته وويل: ((د دندې په لټه يم، غواړم چې لږ تر لږه په يوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړم، خو له سلګونه دروازو ټکولو وروسته يې هم هيله من ځواب نه دى تر لاسه کړى.))

نوموړې زياته کړه چې سلګونه نجونې او مېرمنې په دغه ولايت کې په دغه برخليک اخته دي، ټولې کولى شي چې کار وکړي، خپله او د خپلې کورنۍ راتلونکې بهتره کړي، خو هېڅ کوم مسوول چارواکي دې اړتياوو ته پاملرنه نه ده کړې.

د نيمروز ولايتي شورا وايي چې زره ګونه ښځو د نارينه وو تر څنګ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې د ګواښونو او ستونزو په زغملو سره د نارينه وو تر څنګ رايه ورکړه او خپل فعال رول يې څرګند کړ.

د نيمروز د ولايتي شورا مشر مسعود حکيمي تاييد کړه چې په دغه ولايت کې ښځې د پخوا په پرتله زياتې د ژوند په چارو کې له نارينه وو سره ولاړې دي او په دولتي ادارو کې د استخدام له پروسې سره بايد ښځو ته د يوې پام وړ سلنې په توګه لومړيتوب ورکړل شي.

هغه وويل: ((دولت بايد نيمروزي ښځو ته کاري فرصتونه مساعد کړي، ځه چې په دغه ولايت کې ښځو له کار سره ډېره لېوالتيا لري، له بلې خوا يو شمېر کونډې ښځې مکلفې دي چې خپلو اولادونو ته ډوډۍ پيدا کړي.))

حکيمي وويل چې له سيمه ييزې ادارې  سره د همکارۍ له لارې به هڅه وکړي چې د نيمروز ښځو ته د کار ډېره زمينه مساعده کړي.

د نيمروز په دولتي ادارو کې د ښځو شتون مخ پر زياتېدو دى

د نيمروز ولايتي مدني فعالان وايي، سره له دې چې نيمروز يو لرې پروت ولايت د او د ښځو د ظرفيت جوړونې په برخه کې ډېر کار ورته نه دى شوى، خو بيا هم په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر مخ پر زياتېدو دى.

د نيمروز ندني عبدالهادي بيدار وويل چې په دولتي بنسټونو کې د ښځو د شتون لپاره د ذهنيت جوړونې او تبليغاتو پروګرام د پوهاوي پروګرامونه د دې لامل شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په دولتي ادارو کې د ښځو شمېره لوړه شي، له بلې خا د نارينه وو وزګارتيا او بېوزلي هم د دې لامل شوی چې ګڼې ښځې کار کولو ته مخه کړي.

خو نوموړي زياته کړه: ((ښځه د ټولنې نيمه برخه ده، په ټولو ادارو کې د ښځو شتون اړين دى، لکه د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور رياستونه، عدلي او قضايي ارګانونه چې د ښحو شته والى په کې حتمى ګڼل کېږي.))

 

خو د نيمروز مدني فعالې شاه ګل ګلزار پر سيمه ييزه اداره نيوکه وکړه چې له خيريه موسساتو او بنسټونو سره پر تفاهم نه ده توانېدلې چې د نيمروزي ښځو لپاره کاري زمينه مساعده کړي، په داسې حال کې چې ددې ولايت اکثره ښځو د خپلو کورنيو ډېر دروند بار په اوږو اخيستې.))

 

نوموړې وويل: ((ګڼې ښځې له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، د دغه زيانمن قشر ژوند ته بايد ډېره پاملرنه وشي، سره له د چې دا ستونزې يې څو ځله له اړوندو ادارو سره شريکې کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه دى شوى.))

خو د نيمروز د ښځو چارو مشرې امنې حکيمي وويل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د ګومارنې لپاره کم کار شوى دى، خو په دغه ولايت کې ښځو هڅه کړې او په نا دولتي برخو کې تر يوې کچې پرمختګ شوى دى، ښې بېلګې يې د ښځو اړوندې څه باندې دوه سوه کورني سينګارتونونه او په دې برخه کې د ١٥٠ نجونو او ښځو روزنه ده.))

د ښځو د ظرفيت جوړونې په برخه کې د سيمه ييزې ادارې کړنې

د نيمروز والي انجنير محمد سميع وويل چې له دوو کلونو راهيسې چې د نيمروز د والي په توګه مقرر شوى، په بېلابېلو برخو کې يې د ښځو د ګډون په تړاو هڅې کړې، څو په ټولو ادارو کې د ښځو شتون زيات شي.

نوموړي زياته کړه: ((په ټولو ناستو او ليدنو کې له ښځو غواړم چې د خپلو وروڼو تر څنګ په ادارو کې کار وکړي، د هغوى د ستونزو لپاره په ولايت کې اوونيزه ناسته تر سره کېږي، په ټولو ناستو کې د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي غندلو او هغوى ته پر درناوي ټينګار کېږي، ځکه چې ښځه نيمه نړۍ ده.))

والي وويل چې په دې دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په استيناف څارنوالۍ کې يوه ښځينه څارنواله وټاکل شوه، په دولتي ادارو په ځانګړي ډول پوهنې برخه کې د ښځو ګومارنه زياته شوه ، د ولايت په تصميمونو کې هم تل ځې شتون لري، وړانديزونه او نظريات يې په پام کې نيول کېږي.

هغه څرګنده کړه چې څه باندې ٥٠٠ ښځو ته د کرنې رياست له لوري د کورنيو باغچو د جوړونې په اړه روزنه ورکړل شوه، د بڼوالۍ وسايل پرې ووېشل شول او د ٥٠٠ نورو ښځو لپاره کورني چرګان، د ساتنې وسايل او د خوړو دانې ورکړل شوې، دا ټول کولى شي چې د ښځو پر اقتصادي وده کې موثر واقع شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement