د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا کار پيل شو

د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا کار پيل شو

Sep 24, 2017 - 17:30

کندهار (پژواک، ۲ تله ۹۶):له درې کلن انتظار وروسته د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د نصبولو چارې نن پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امریکا د پرمختیايي ادارې (USAIDinfo-icon) استازو، څو وزیرانو، د ولسي جرګې غړو، د کندهار والي زلمي ویسا، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی وو.

د کندهار د برېښنا شرکت رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ (پروژې) د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي، چې لس میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې نهه میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د دغې پروژې لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۱۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده او د بشپړولو چارې به يې د راتلونکي زېږدیز کال د اګست تر میاشتې بشپړې شي.

ده دا هم وویل چې د دغې برېښنا یوه اندازه به د کندهار صنعتي پارک فابریکو او یوه اندازه به یې د استوګنې کورونو ته ورکړای شي.

د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله وویل، خوښ دی چې د هېواد په کچه د لمریزې برېښنا د لومړۍ مهمې پروژې کار په کندهار کې پیلوي.

هغه دا پروژه د دولتي او خصوصي ګډې پانګونې یوه ښه نمونه وګڼله او هیله یې وښودله چې کار یې په ښه توګه بشپړ شي.

د ده په خبره، د کندهار بنسټیزه اړتیا برېښنا ده چې د کمښت له امله یې دغلته صنعت وده نه ده کړې.

د کندهار والي زلمي ویسا هم وویل چې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه د دې ولایت لپاره ډېره مهمه ده.

د ده په خبره، د دغې پروژې په عملي کېدو سره به د کندهار صنعت وده وکړي او ګڼ شمېر تړلې فابریکې به بیا پرانیستل شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت رییس انجنیر امان الله غالب وویل، موږ اړ نه یو چې له دغې پروژې د ګټې اخیستنې لپاره بشپړ کال انتظار وباسو، بلکې هر څلور میاشتې وروسته دوه مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

هغه زیاته کړه، د دغې پروژې تړون له دوو کمپنیو (سولرازيشن Sularization  او داینستي Dynasty) سره شوی چې یو کیلواټ برېښنا به په ۷،۳ سینټه ورکوي او له ۱۵ کلونو وروسته به یې د افغانستان برېښنا شرکت ته سپاري.

هغه له صنتعکارانو وغوښتل چې له یادو شوو شرکتونو سره مرسته وکړي او خپل بېلونه پر وخت تادیه کړي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني هم دا ګټوره پروژه وګڼله او په دې برخه کې یې د پانګونې له امله د امریکا متحده ایالاتو له پرمختیايي ادارې مننه وکړه.

هغه یادونه وکړه چې د کندهار د برېښنا لپاره ګڼې پروژې تر لاس لاندې دي چې تر راتلونکي یوه یا دوو کلونو پورې به د دې ولایت د برېښنا اړتیا پوره شي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت نه یواځې د کندهار د اوسېدونکو لپاره نه، بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده، ځکه خلکو په دې برخه کې میلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یواځې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي، خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال برېښنا ته په تمه دي او چې څنګه دغه ستونزه هواره شي، نو هغوی به نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

د یادونې ده چې اوسمهال کندهار په داسې حال کې له کجکي بند څخه یواځې ۲۰ مېګاواټه برېښنا تر لاسه کوي، خو دغلته له ۱۵۰ مېګاواټه ډېرې برېښنا ته اړتیا ده.

څه موده وړاندې کندهار مېشتو صنعتکارانو او د کندهار عامو اوسېدونکو د احتجاج په توګه غونډې او لاریونونه وکړل او له ولسمشره یې وغوښتل چې د دې ولایت د برېښنا وضعیت ته پاملرنه وکړي.

په کندهار کې ٢٠٠ فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې توليديږي، چې شاوخوا پنځه زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement