د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"پروان کې ځينې پروژې د فساد له امله بې کيفيته عملي شوې"

"پروان کې ځينې پروژې د فساد له امله بې کيفيته عملي شوې"

Sep 24, 2017 - 15:51

چاريکار (پژواک، ٢ تله ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې په پروان ولايت کې د يوې مدرسې د ودانۍ استنادي دېوال او دوه سړکونه بې کيفيته جوړ شوي دي.

ځينې سرچينې وايي چې اداري فساد، زور واکو ته د قراردادونو ورکړه او د ځينو چارواکو ملاتړ، د دې ستونزې عمده لامل ګڼل کېږي.

سړکونه

د پروان ولايتي شورا د غړي عبدالمتين قدوسي د معلوماتو له مخې، د پروان په مرکز کې له اجميل سيمې نه تر قلندرخېلو پورې د درې نيم کيلومتر سړک جوړولو او کانکرېټ کار هم د راشد سلطاني شرکت له لوري د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په دېرش ميليونه افغانۍ بوديجه ترسره کېږي.

هغه وويل: ((د دغه سړک يوه برخه سل په سلو کې نمجنه وه، له ځمکې يې اوبه کشولې، شرکت ته مو وويل چې کرېړ اچونه او ډکونه دې په سمه بڼه وکړي، خو سرسري ترې تېر شول، د شرکت له چارواکو مو وغوښتل چې دغه کار دې دويم ځلي وکړي چې سړک بې کيفيته کېږي، خو ويې نه کړ.))

د راشد سلطاني شرکت انجنير شېرمحمد وويل چې دغه سل متره سړک دويم ځل ډکوي او پخوي؛ ځکه چې تر اوسه ترسره کړي کار يې د قدوسي صاحب قناعت نه دى حاصل کړى.

د سيمې اوسېدونکي هم شکايت کوي د پروان د سيدخېلو ولسوالۍ له بازاره د کاپيسا د دويمې حصې ولسوالۍ تر پل ملا عزيز ساحې پورې جوړ شوى پنځه کيلومتره سړک بې کيفيته دى.

د سيدخېلو ولسوالۍ د اقتاش اوسېدونکي حاجي قند اغا د دغه سړک خرابوالي ته په اشارې سره وويل: ((دغه سړک په ١٣٨٧ کال کې بې کيفيته جوړ شوى، ډکونه او لوډرکاري يې ونه شوه، د رېګ په سر يې قير وشيندل، له يوه کال وروسته د سړک ويجاړي پيل شوه، اوس زيات خراب شوى، خپله تاسې يې ګورئ.))

هغه اداري فساد په ټولو برخو کې د پروژو د بې کيفيت والي لامل وباله او ویې ويل چې اکثره زورواکي له دولته د پروژو قراردادونه اخلي، د پروژو کار چې هر څومره بې کيفيته وي، ځايي خلک يې له وېرې غږ نه شي اوچتولى.

د سيدخېلو ولسوالۍ د چينکي کلي اوسېدونکي او د ولسي شورا مشر غلام حضرت هم وويل چې ياد سړک بې کيفيته جوړ شوى او له يوه کال وروسته بېرته ويجاړ شوى دى.

هغه زياته کړه: ((سړک کنډ کپر دى، موټر پرې په سختۍ تګ راتګ کوي، د واورې او باران پر مهال په ژورو کې اوبه ولاړې وي، هېڅ وخت يې داغونه نه دي نيول شوي.

په ورته وخت کې د سيدخېلو ولسوال محمد لمر هم وويل چې سړک بې کيفيته جوړ شوى، خو زیاته یې کړه چې د جوړولو پر مهال دى ولسوال نه و.

هغه زياته کړه چې د سړک د دويم ځلي قير کولو وړانديز د پروان د عامه ګټو رياست له لوري منل شوى او په نږدې راتلونکي کې به يې کار پيل شي.

استنادي دېوال

د پروان په مرکز کې د دشت هوفيان شريف کلي ملک سيد اکرام پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې په دې سيمه کې د جوى اجميل د زر متره استنادي دېوال جوړولو چارې د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت له بوديجې د راشد سلطان شرکت له خوا پيل شوې او اوس يې کار بشپړ شوى دى.

د هغه په خبره، څه موده وړاندې چې کله د دغه دېوال ٧٠٠ متره برخه جوړه شوه، ويې ليدل چې د دېوال په ځينو برخو کې د سمنټو پر ځاى له خټو کار اخيستل شوى و.

هغه په کار ځاى کې د دغه دېوال د ځينو برخو ډبرې په ډېره اسانه په خپل لاس يو له بل لرې کړې او څرګنده يې کړه چې د دېوال په منځ کې له خټو کار اخيستل شوى و او تر څنګ يې د دېوال له ځينو برخو اوبه روانې وې.

نوموړي وويل چې ځايي اوسېدونکو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست ته شکايت وکړ، ګومارل شوي پلاوي د دېوال يوه برخه ويجاړه کړه او وروسته د پروژې پر کار څارنه کېده، خو ځينې برخې يې چې پخوا جوړې شوې، په لومړۍ بڼه بې کيفيته پاتې دي.

د پروان ولايتي شورا غړي عبدالمتين قدوسي هم وويل چې د يوه کيلومتر دېوال ٧٠٠ متره برخه بې کيفيته جوړه شوې ده.

 خو د پروان سکتوري مشر محمد طاهر همت وويل، وروسته له هغه چې په دې برخه کې يې د خلکو شکايت تر لاسه کړ، د پروژې کار يې بند کړ او د دېوال هغه برخه بېرته ويجاړه شوه چې بې کيفيته جوړه شوې وه.

نوموړي زياته کړه چې له دې وروسته د پروژې کار هره ورځ د يوه پلاوي له لوري څارل شوى او مخې ته تللى دى.

خو د پلي کوونکي شرکت (راشد سلطاني) انجنير شېرمحمد وويل: ((داسې اوازې وې چې د جوى اجميل خوا استنادي دېوال بې کيفيته جوړ شوى، د وزارت له لوري پلاوى وټاکل شو، څېړنه يې وکړه، حتى دېوال يې چپه کړ، خو بې کيفيته نه و، بېرته يې ترميم کړ.))

د ديني مدرسې ودانۍ

چارواکي وايي چې د پروان د سيدخېل ولسوالۍ په اقتاش سيمه کې د امام محمد بن حسن شيباني عالي دارالعلوم مدرسې ودانۍ تېر کلا د جاپان په مرسته جوړه شوې ده.

د سيدخېل ولسوالۍ د پوهنې امر عبداللطيف وويل چې امريت يې تر اوسه پورې دا ودانۍ نه ده تسليم کړې؛ ځکه چې بې کيفيته جوړه شوې ده.

سيدخېلي د ودانۍ سوريو او چاکونو ته اشاره وکړه او ویې ويل: ((د دېوال او چټ کانکرېټ را لوېدلى، دروازې يې له يوه کال تېرېدو مخکې خرابې شوې، جوړ شوي ميزونه او څوکۍ خو يې اصلا د کارونې وړ نه دي، د زينو لارې او وسپنيز پوښ يې ډېر کم لوړ والى لري.))

نوموړي وويل چې ياده ودانۍ د ولايتي شورا د يوه غړي د قرارداد له مخې جوړه شوې دع، خو د دغه غړي نوم يې ونه ښود.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، سره له دې چې د ځينو چارواکو له لوري تر فشار لاندې و، خو دا ودانۍ يې تسليم نه کړه.

د سيدخېلو ولسوال محمد لمر عثمانيار هم وويل چې د پروژې پر کار يې څارنه کړې، خو پايله يې نه درلوده او دا ودانۍ بې کيفيته جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((جوړ شوى دېوال بې کيفيته و، چپه مو کړ، د پروژې کار مو يو وار بيا تم کړ، خو بيا هم بې کيفيته مواد وکارول شول، موږ نه شو کولى چې شپه ورځ د پروژې پر کار څارنه وکړو، کله چې زموږ پلاوى نه و، بې کيفيته کار يې کاوه، له نيمګړتياوو سره مو تسليم نه کړ.))

نوموړي وويل، اورېدلي يې دي چې د پروان د پوهنې رياست دا پروژه تسليم کړې ده.

د پروان د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال نظام الدين رحيمي هم تاييد کړه چې د پروان د پوهنې رياست ياده ودانۍ تسليم کړې ده.

د هغه په خبره، د يادې پروژې په اړه د سيدخېلو ولسوالۍ د چارواکو او د پوهنې امريت ادعاوې چې ګني پروژه بې کيفيته ده، اوسمهال مطرح کېږي او د پروژې په جريان او پاى ته رسېدو پر مهال دا ډول ادعاوې نه وې.

هغه وويل چې د دې ودانۍ د کيفيت څرنګوالى بايد د يوه تخنيکي ټېم له لوري چې د بېلابېلو برخو انجنيران په کې وي، وڅېړل شي.

د هغه په خبره، که چېرې ودانۍ بې کيفيته جوړه شي، نو تسليمي يې ردوي؛ ځکه چې د دې پروژې دوه کلنه ګرنټي له پوهنې رياست سره شته ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement