د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار خصوصي پوهنتونونو کې د خيالي محصلينو او د لوړ فيس ستونزه

د ننګرهار خصوصي پوهنتونونو کې د خيالي محصلينو او د لوړ فيس ستونزه

Sep 25, 2017 - 15:37

جلال اباد (پژواک، ۳ تله ۹۶): په ننګرهار کې د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونه او موسسې که له يوې خوا ځوان نسل ته د زده کړو زمينه برابره کړې؛ خو بلخوا په کې د خيالي محصلينو شتون، ناسم معيار او لوړ فيس د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

د پوهنتونونو محصلين له لوړو فيسونو، د عملي زده کړو د اسانتيا نشتوالى، د پوهنتونونو د ادارو ناسم چلند، نامناسب درسي ماحول او د  ليسانس درجې لرونکو استادانو شتون لويې ستونزې په ګوته کوي.

په ننګرهار کې اوسمهال د سپين غر، التقوا، اريانا، الفلاح، خراسان او روښان په نومونو پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې موجودې دي چې تر ډېره يې چارې د خدمت نه، بلکې د تجارت تر کچې راټولې دي.

خو د دغو ادارو مسوولين وايي چې پخوا يادې ستونزې موجودې وي؛ خو اوس يې کچه ډېره راکمه شوې ده.

د محصلينو شکايتونه او غوښتنې

د سپين غر پوهنتون محصلين په يوه خوله د فيسونو له لوړوالي او د درسي ماحول له ناسموالي شکايت کوي خو د عملي کار او د خيالي محصلينو د موجوديت په اړه وېشلي نظرونه لري.

د دغه پوهنتون د طب پوهنځي د دويم کال محصل الهام خان په دغه پوهنتون کې د خيالي محصلينو خبره نه مني، خو ځيني بيا وايي، ډېر داسې محصلين شته چې يوازې يو امتحان او بل امتحان ته راځي.

د الفلاح پوهنتون محصلين بيا د عملي زده کړو لپاره د زمينې له نشتوالي شکايت کوي.

د دغه پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل رياض الدين رياض پژواک ته وويل چې د پوهنتون په پيل کې يې ورسره د بشپړو عملي زده کړو ژمنه کړې وه؛ خو اوس له ځينو محدودو امکاناتو پرته د عملي زده کړو ډېر امکانات نشته.

په ننګرهار کې بل خصوصي پوهنتون خراسان دی چې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او محصلين يې د فيسونو له لوړوالي او عملي زده کړو د اسانتيا له نشتوالي شکايت کوي.

د دغه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل اسدالله وايي، د فيسونو د لوړوالي له امله ډېر محصلين نه توانېږي چې تر امتحانه هم فيس داخل کړي چې له امله يې بيا د پوهنتون ادارې له لوري جريمه هم پرې راځي او حتی محصلين د امتحان له صحنې هم پورته کېږي.

التقوا پوهنتون چې يوازې دوه پوهنځي لري، محصلين يې له درسي بهيره تر ډېره خوښ دي؛ خو د کاغذي حاضرۍ درلودل يې د دې لامل شوی چې محصلين يو څه نه حاضرېږي او د پوهنتون ته راتګ یې يوازې تر ازموينو محدود وي.

د دغه پوهنتون د حقوقو پوهنځي د لومړي کال محصل حبيب اميري وايي چې پوهنتون يې خيالي محصلين لري، يوازې امتحان ته راځي، يا پيسې ورکوي او يا د کوم چارواکي زوی وي، او هغه د استادانو غير حاضرۍ ته هم ګوته نيوله.

د روښان په نوم پوهنتون تر ډېره په ننګرهار کې په لوړ فيس مشهور دی او د طب پوهنځي محصلين يې اړ دي چې د يوه سمستر ۳۰زره افغانۍ ورکړي چې دا په دغه ولايت کې ډېرې لوړې پيسې دي.

د دغه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل محمدالله پژواک اژانس ته وويل چې د اقتصاد او حقوقو پوهنځيو لپاره د عملي زده کړو زمينه سازي نشته خو طب پوهنځي ته يو څه اسانتياوې برابرې شوې دي.

دوى په دغه پوهنتون کې د خيالي محصلينو د موجوديت خبره هم کوي او وايي چې تر ډېره يې د چارواکو او زورواکو اولادونه په دې نا ناقانونۍ کې ښکېل دي.

دغه راز اريانا په ننګرهار کې تر ټولو پخوانى پوهنتون دی، خو اوسمهال د خلکو له ډېرې بې باورۍ سره مخ شوی دی.

د دغه پوهنتون په اړه د خلکو اندېښنې او شکايتونه دا دي چې خلکو ته يې د پيسو په بدل کې اسنادونه جوړ کړي دي.

د دغه پوهنتون يوه محصل د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې درسي بهير يې نا منظم، د استادانو او محصلينو حاضري يې نامنظمه او حتی خيالي محصلين هم شته دي.

محصلين نيوکه کوي چې حکومت په دوامداره او دقيقه توګه د پوهنتونونو نظارت نه کوي چې له امله يې دغه ادارې د ښه کېدو پر ځای د خرابېدو خوا ته روانې دي.

د التقوا او خراسان پوهنتونونو محصلين د لوړو زده کړو له وزارته وغوښتل چې له پوهنتونونو څخه د نظارت لپاره يو پلان رامنځته کړي.

د مدني ټولنو اندېښنې

مدني فعال او په ننګرهار کې د شفافيت د څار کمېسيون استازي محمد حنيف هاشمي پژواک ته وويل چې په دولتي پوهنتونونو کې ډېر محصلين نه جذبيږي؛ ځکه ډېری کسان د لوړو زده کړو موسسو ته مخه کوي.

خو نوموړي اندېښنه وښوده چې خصوصي پوهنتونونه يوازې سوداګريزه بڼه لري او تر ډېره يې پام په خپلو پيسو راټول وي.

په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه ټينګار کوي چې د محصلينو د ستونزو د حل تر څنګ دې د هغوی لپاره کارموندنې ته هم پاملرنه وکړي.

د دې اتحاديې مشر ډاکتر محمدلياقت عادل پژواک ته په خبرو کې د ننګرهار د تحصيلي موسسو کميت ښه ياد کړ خو په دغو موسساتو کې يې د کيفيت له مخې د نيمګړتياوو د موجوديت خبره وکړه.

نوموړی په دغو موسساتو کې د بهرنيو استادانو موجويت له افغان کادر ځوانانو سره نا انصافي ګڼي او ټينګار کوي چې هلته اړوند افغان ځوانان د استادۍ پر دنده وګوماري.

د ولايتي شورا نظارت او نيوکې

د ننګرهار د ولايتي شورا د تعليمي ادارو د څار کمېسيون مشر ډاکتر ناصر کامه وال پژواک ته وويل چې په ننګرهار کې د لوړو زده کړو موسسات، د فيس او عملي کار په برخو کې ډېرې ستونزې لري.

هغه دا هم وويل، په يادو پوهنتونونو کې داسې ادارې هم شته چې خيالي محصلينو ته اسناد ورکوي چې تر ډېره دغه ستونزه د اريانا په نوم پوهنتون کې تر سترګو کېږي.

د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو مسوولينو ځوابونه

په ننګرهار کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو مسوولين مني چې پخوا په يادو برخو کې ستونزې موجود وې خو اوس تر ډېره دغه ستونزه راکنټرول شوې ده.

د سپين غر په نوم د لوړو زده کړو موسسې مشر ډاکتر خيرمحمد مومند پژواک ته وويل، فيس ټولو لګښتونو ته په کتلو وضع شوی او هر محصل يې ورسره د زده کړو د پيل په ورځ مني او د هغوی د خوښې خبره ده.

نوموړی ډاډ ورکوي چې خيالي محصلين هم نه لري؛ ځکه په وينا يې حاضري هره ورځ اخيستل کېږي او غير حاضر محصلين د محرومۍ تر کچې رسېږي.

د الفلاح پوهنتون چې تازه د موسسې له درجې تر پوهنتون کچې رسېدلی، مسوولين يې وايي، وزارت ورته د کيفيت د موجوديت په وجه د پوهنتون درجه ورکړې ده.

د دغه پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رييس عبدالصبور مبارز پژواک اژانس ته وويل چې د عملي زده کړو په برخه کې يو څه ستونزې شته؛ خو نورو ټولو برخو کې يې پوره کيفيت رامځته کړی دی.

هغه وايي، د خيالي محصلينو د کنټرول په خاطر يې حاضري ډېټابيس سيستم ته اړولې، فيسونه يې هم تر نورو پوهنتونونو کم دي او حتی تر پنځو سوو داسې بې وزله محصلين هم په کې پر زده کړو بوخت دي، چې فيسونه يې ورته له نورو اشخاصو برابروي.

د خراسان پوهنتون که څه هم د فيسونو د لوړوالي په برخه کې یې شکايت موجود دی خو مسوولين يې وايي، دغه کار يې په پوهنتون کې د کيفيت رامنځته کېدو په خاطر کړی دی.

د دغه پوهنتون د عامه اړيکو مسوول بهير ځلاند اورنګ پژواک اژانس ته وويل چې پوهنتون يې ختيځ کې يوازېنی خصوصي پوهنتون دی چې پر ليسانس سربېره په کې د ماسټرۍ تر کچې محصلان روزي.

دی په خپل پوهنتون کې د خيالي محصل پر نه شتون ټينګار کوي او وايي، د همدې ستونزې د حل لپاره يې ډېټابيس حاضرۍ سيستم جوړ کړی دی.

د هغه په وينا، فيس يې لوړ نه دی او د افغانستان د نورو ولايتونو او په ځانګړې توګه د مرکز په نسبت کم دی؛ خو په ننګرهار کې د دوی امکانات تر نورو پوهنتونونو ډېر دي؛ نو ځکه يې فيسونه هم لوړ ټاکلي دي.

د التقوا پوهنتون چارواکي وايي، پخوا يې يو څه ستونزې درلودې؛ خو اوس يې چارې ډېرې کنټرول کړې دي.

د  دغه پوهنتون علمي مرستيال سيد عبدالحکيم پژواک ته وويل چې د زده کړو بهير نه پوره څارنه کېږي، حاضري پر وخت اخيستل کېږي او استادان يې هم تر ډېره با تجربه استادان نيولي دي.

نوموړی وايي، د عملي زده کړو په برخه کې د اقتصاد پوهنځي لپاره يې له يو شمېر اداراتو سره تړونونه کړي او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو لپاره يې خپله په پوهنتون کې تمثيلي عملي پروګرامونه او لنډمهاله کورسونه داير کړي دي.

د روښان پوهنتون  علمي مرستیال فاتح ګل شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د لوړ معيار لپاره معياري درسي ماحول، مسلکي استادان، عملي زده کړو زمينه او نور مهم دي او دا ټول زياتو مالي امکاناتو ته اړتيا لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، حاضري يې ډېټابيس سيستم لري او هېڅ غير حاضر محصل، حاضر نه شمېرل کېږي، نوموړی دغه راز د کيفيت برخې ته هم د پاملرنې خبره کوي او وايي ازموينې يې د يو بورډ له خوا اخيستل کېږي.

د ننګرهار دولتي پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل پژواک اژانس ته وويل چې دغه ولايت کې تر شپږو د خصوصي لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه موجود دي چې زرګونه محصلين په کې پر زده کړو بوخت دي.

د هغه په وينا، د خپل صلاحيت له مخې د خصوصي موسساتو او پوهنتونونو د ازموينو، فيسونو او درسي بهير څخه څارنه کوي؛ خو تر ډېره يې د مجازات او مکافات صلاحيت نه لري.

نوموړی زياتوي، د خصوصي پوهنتونونو لويه ستونزه د عملي کار او په ځانګړې توګه د طب په برخه کې د ستاژ برخه ده چې دوی د روښان په نوم پوهنتون سره تړون کړی او ممتازو زده کوونکو ته يې په پوهنتون روغتون کې د سيتاژ زمينه برابره کړې ده.

د هغه په خبره، يادو پوهنتونونو پخوا ډېرې ستونزې درلودې؛ خو اوس يې تر ډېره کنټرول شوي او يوازې په ځينو لږو مواردو کې مشکلات وجود لري.

د لوړو زده کړو وزارت څار او فعاليتونه

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت وایي، په هیواد کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو حالت د اندېښنې وړ دی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالطیف روښان په کابل کې يوې غونډې ته وويل چې دوى به په نږدې راتلونکې کې په هېواد کې د ټولو خصوصي پوهنتونونو د کیفیت ارزونه وکړي او د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې به د کيفيت له پلوه درجه بندي کړي.

د روښان په خبره، په دې توګه به د لوړ کيفيت او ټيټ کيفيت وړاندې کوونکي خصوصي پوهنتونونو سره بېل شي.

دغه راز د ياد وزارت د لوړو زده کړو د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو رييس اميرمحمد کاموال وايي، د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونو او موسساتو له ایجاده دوولس کاله تېرېږي؛ خو تر اوسه يې مشخصه لايحه نه ده جوړه شوې.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د فيسونو د کنټرول، خيالي محصلينو د مخنيوي او درسي بهیر د څار په موخه يې بېلابېل پلانونه جوړ کړي چې په ځينو يې عملاُ کار هم پيل کړی دی.

د فيسونو د کنټرول په اړه يې وويل، يو پلاوى ته يې دنده سپارلې چې د فيسونو لپاره يو اعظمي حد وټاکي چې تر هغې ډېر پورته لاړ نه شي.

کامه وال د خيالي محصلينو د موجوديت مسئله يوازې په ننګرهار پورې تړلې نه بولي او وايي د هېواد په مختلفو سيمو کې دا ستونزه موجود ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement