د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې يو پخوانى جهادي قوماندان و وژل شو

ننګرهار کې يو پخوانى جهادي قوماندان و وژل شو

Sep 25, 2017 - 18:53

جلال اباد (پژواک،٣تله٩٦): د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو پخوانى جهادي قوماندان عوض خان پر ډزو وژلى دى.

دغه څرګندونې د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د تلې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې نن سهار اته نيمې بجې ناپيژانده وسله والو د چپرهار ولسوالۍ په دولتزيو فاميلو کې د عوض خان په نوم پخوانى جهادي قوماندان پر ډزو وژلى دى.

هغه وايي چې پنځوس کلن عوض خان په دې سيمه کې د معاملاتو رهنما درلوده چې د خپل دوکان مخې ته پر ډزو ويشتل شوى دى.

خوږياڼي وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټڼې روانې دي.

د دې پېښې مسوولت هم تر اوسه چا نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement