د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د افغانستان دښمنان د افغانانو یووالی نه شي زیانمنولی

ولسمشر غني: د افغانستان دښمنان د افغانانو یووالی نه شي زیانمنولی

Sep 25, 2017 - 17:23

کابل (پژواک،٣تله٩٦): ولسمشر غني وايي چې د افغانستان دښمنان باید په دې پوه شي چې د افغانانو یووالی نه شي زیانمنولی او نه هم د مذهبي فعالیتونو مخنیوى کولی شي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د تلې په درېيمه په کابل کې له یو شمېر اهل تشیع او تسنن علماوو سره د ليدنې پرمهال وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف وويل چې د افغانستان دښمنان چې هیڅ دین، جوماتونو، تکایاو او نورو سپېڅلو ځایونو او عزادارانو ته په ارزښت قایل نه دي، نو په هرځای کې فتنه او وحشیانه اعمال ترسره کوي.

 هغه زیاته کړه، افغانستان په نړۍ کې د مذهبونو د وحدت غوره بېلګه ده، ځکه د شعیه او سني ترمنځ نه یوازې هیڅ ډول توپیر نشته، بلکې موږ د واحد ملت په څېر د ژوند په ټولو برخو کې یو بل ته لاس ورکړى.

مولوي قیام الدین کشاف څرګنده کړه، د افغانستان دښمنانو د تاریخ په اوږدو کې هر ډول ظلمونه کړي، خو نه دي بریالي شوي او د هغوی دغه وحشت د نړۍ په تاریخ کې ثبت شوی دی.

هغه وویل، د عاشورا مراسم دې داسې ترسره شي چې دښمن ته یې د اخلالولو فرصت برابر نه شي او ښه به وي چې د عزادارۍ مراسم په ځانګړو ځایونو کې پرځای شي.

دغه راز په دې غونډه کې د اهل تشیع علماوو شورا منشي سید محمد حسین محقق زاده وويل چې د افغانستان ټول شعيه او سني عالمان له یو بل سره د ورورولۍ چلند کوي او ترمنځ یې توپیر نشته.

 نوموړي له ولسمشر څخه د جوماتونو او مذهبي ځایونو د امنیت ساتلو له طرحې مننه وکړه او ويې ویل، د افغانستان ټولو خلکو د یووالي او اسلامي اخوت په ساتلو کې زيار ایستلی دى.

د اهل تشیع علماوو د شورا منشي ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې د عاشورا په ورځو کې به خلکو ته د هر ډول مزاحمت مخنیوى کېږي او په دغه ورځ به مراسم د خلکو له ګڼه ګوڼې لرې ځایونو کې ترسره شي.

د غونډې په پاى کې ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې  حضرت امام حسین (رض) مقام نمانځل له هغه سره د عهد تجدید دی.

هغه زیاته کړه، د حضرت حسین (رض) د کړنو یادونه او د مقام نمانځنه دې وشي او د هغه چلند دې په سمه توګه درک شي.

غني زیاته کړه : (( د افغانستان دښمنان چې هیڅ ارزښت ته درناوی نه لري، زموږ د خلکو پر مذهبي وحدت برید کوي.))

 د غني په وينا، د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې د افغانانو یووالی نه شي زیانمنولی او نه هم  د مذهبي فعالیتونو مخنیوی کولی شي.

جمهور ريیس څرګنده کړه، د عاشورا د نمانځلو لپاره جعفري او حنفي علما جدي اراده لري.

 هغه وویل، د دغو مراسمو د امنیت او خوندیتوب په موخه ګډ امنیتي کمېسیون جوړ شوی او د عاشورا مراسمو نمانځلو لپاره په سراسري توګه جدي تدابیر نیول شوي دي.

جمهورريیس غني د عاشورا مراسمو ښه نمانځلو کې د دیني علماوو رول مهم وباله او ويې ویل، د  علماوو په څارنه به د عاشورا د عزادارۍ مراسم په ښه توګه ترسره او د دښمن د نفوذ مخه به ونیول شي.

غني عاشورا مراسم هغه فرصت وباله چې د افغانستان خلک په کې نړیوالو ته خپل یووالی او پیوستون ثابتوي او دا یې د ملي او مذهبي روحیې د لا ټینګښت لپاره مهم وباله.

جمهورريیس د تسنن او تشیع علماوو څخه وغوښتل چې له خلکو سره د همغږۍ ګډې ناستې جوړې کړي، ترڅو خلکو ته د سول  او يووالي پیغام ورسېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو خبرو په پاى کې وويل چې د اسلامي زده کړو په موخه دې د قراني علومو پوهنځی جوړ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement