د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار او اروزګان کې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار او اروزګان کې چاودنو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Sep 25, 2017 - 12:06

کندهار (پژواک، ۳ تله ۹۶): په کندهار او اروزګان ولايتونو کې د چاودنو له امله اوو پوليس سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه نن سهار اووه بجې د کندهار ښار د اتمې امنیتي حوزې په ساحه کې ميرويس روغتون ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ساحه کې د اتمې امنیتي حوزې پولیس پر ګزمه بوخت وو چې د ماین چاودنه پرې وشوه.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

خو يوې امنیتي سرچینې بیا پژواک اژانس ته وویل، په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، په میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

درانی وايي چې دوه ملکي وګړي پلي روان وو چې د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوي ماین ورباندې چاودنه کړې ده.

دی زیاتوي، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي دی. نوموړی زیاتوي چې ټپي د پولیسو له خوا روغتون ته وړل شوی دی.

بلخوا په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پولیسو عملیات کړي او اته وسله وال یې له وسلو سره یو ځای نیولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، دغه وسله وال د هغو عملیاتو په لړ کې نیول شوي چې د کندهار په شمالي ولسوالیو کې پیل شوي دي.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال لنډه نښته هم شوې خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يو بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې د چاودنې له امله درېيو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمر پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند په وچ کارېز سیمه کې تېره ورځ ناوخته شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د يوې کورنۍ يو کس وژل شوى او دوې ښځې ټپيانې شوې دي.

خو ځايي خلک وايي چې په دې پېښه کې اتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طاووس په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو کس وژل شوى او د درېيو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون اوه تنه ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement