د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د افغانستان ملي ارشيف زموږ ستره تاريخي او کلتوري خزانه ده

عبدالله: د افغانستان ملي ارشيف زموږ ستره تاريخي او کلتوري خزانه ده

Sep 26, 2017 - 18:29

کابل (پژواک،٤تله ٩٦): ډاکټر عبدالله له ملي ارشيف څخه د ليدنې پرمهال ژمنه وکړه هغه   خطي او ليکلي اثار چې په واک کې لري، ملي ارشيف ته يې سپاري او له خلکو يې هم وغوښتل چې ددغه کلتوري بنسټ په پياوړتيا کې دې همکاري وکړي.

د ملي يووالي حکومت اجراييه مشر  عبدالله نن سهار (سه شنبه،د تلې٤مه) د افغانستان له ملي ارشيف څخه ليدنه وکړه.

 د حکومت د اجراييه رياست په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې، راغلي په دې ليدنه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو هم په کې ګډون درلود، د هېواد اجراييه مشر د ارشيف له بېلا بېلو برخو څخه تر ليدنې وروسته وويل چې د افغانستان د ملي ارشيف لرغوني اثار، خطي او ميناتوري نسخې زموږ ستره تاريخي او کلتوري خزانه ده چې د سيمې په کچه بې ساري بلل کېږي.

 هغه د ملي ارشيف له کار کوونکو څخه مننه وکړه چې په بېلابېلو دورو کې يې د هېواد له تاريخي او کلتوري ميراثونو ساتنه کړې او ويې ويل:" د ملي ارشيف مامورينو په تېر او اوس وخت کې په رښتينولۍ او وطن دوستۍ سره د هېواد تاريخي او کلتوري ميراثونو څخه ساتنه کړې ده."

هغه، د ملي ارشيف چارواکو ته وويل چې له ده سره ځينې تاريخي نسخې او خطي اثار شته   او ډېر ژر به يې ملي ارشيف ته وسپاري.

عبدالله دغه راز له هېواد والو او دولتي ارګانونو څخه وغوښتل چې خپل تاريخي اثار او خطي نسخې دې په ملي ارشيف کې ثبت کړي.

 د هېواد اجراييه مشر د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د ملي ارشيف ستونزې دې وڅېړي او له ده سره دې شريکې کړي څو دغه ستونزې حل شي.

د حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي په داسې حال کې له ملي ارشيف څخه ليدنه وکړه چې د دغه کلتوري ارګان د چارواکو په خبره همدا اوس د افغانستان په ملي ارشيف کې ٩٠٠٠خطي نسخې،١٠٠زره صنايع او تاريخي اسناد او ٥٠زره تاريخي انځورونه او د لومړۍ سپوږميزې پېړۍ او له هغې وړاندې وختونو اړوند زرګونه ټوکه کتابونه خوندي دي چې په بېلابېلو ژبو ليکل شوي.

د هېواد ملي ارشيف په ١٣٥٦کال کې په رسمي ډول پرانېستل شو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement