د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار او لغمان کې ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار او لغمان کې ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 26, 2017 - 17:58

جلال اباد (پژواک، ۴ تله ۹۶): چارواکي وايي، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د هوايي بريد او وسله والو نښتو پر مهال ٢٠ داعش او طالب وسله وال وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د نازيانو ولسوالۍ سپينې ژۍ سیمه کې د بې پيلوته الوتکې په برید کې د داعش اته وسله وال وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

هغه وايي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو تېره ورځ د قاري فضل الله په نوم يو کس له داعش وسله والې ډلې سره د اړيکو په تور نيولی دی.

د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د نښتو پر مهال د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې ګډو ځواکونو په دغه ولايت کې عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې په ٢٤ ساعتونو کې دوه ځلې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.

هغه وايي چې په دې جګړو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

ده وويل چې په ټپيانو کې د دولت شاه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي حبيب الرحمن هم شامل دى.

د والي وياند وايي، همدارنګه د دغو عملیاتو په جریان کې تر دې دمه ۴ زغره لرونکي واسکټونه، د ماین جوړولو یوه دستګاه، او نور بېلابېل توکي چې د ماینونو په جوړولو کې ور څخه کار اخیستل کېده هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement