د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ۱۳ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

ننګرهار کې ۱۳ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

Sep 26, 2017 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ۴ تله ۹۶): د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ نيول شوي ۱۳ ټنه نشه يي توکي او الکولي مشروبات سوځولي دي.

د چارواکو په وينا، د يادو نشه يي توکو په تړاو ۳۳۶ کسان هم نيول شوي چې لوی قاچاق کوونکي هم په کې شامل دي.

بلخوا د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس په دغه ولايت کې د کوکنارو د کرکيلې په مخنيوي کې دولتي هڅې نيمګړې ګڼي او وايي چې په تېر کمپاين کې کوکنار نه دي اړول شوي.

د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د تلې په ۴مه د روداتو ولسوالۍ اړوند په سرخديوال سيمه کې د نشه يي توکو سوځولو پر مهال خبريالانو ته وويل چې د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

هغه زياته کړه چې روان کال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۱۳ ټنه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي وو چې نن د کورنيو چارو وزارت د پلاوي په مخکې وسوځول شول.

هغه وويل: ((په دغو مخدره موادو کې ترياک، هيرويين، چرس، مورفين، مسکرات، کيمياوي مواد، مايع کيمياوي مواد، جامد کيمياوي مواد، کافين، پاپورين او نور شامل دي چې وسوځول شول.))

د قوماندان د معلوماتو له مخې، د يادو نشه يي توکو په تړاو ۳۳۶ کسان نيول شوي چې په ډله کې يې ځیني لوی قاچاقبران هم شامل دي.

ده وويل چې له يادو نشه يي توکو سره ۱۴۳ موټر او ۲۳ ميله بېلابېل ډول وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپی وويل چې په روان کال کې د کوکنارو د کر د مخنيوي په برخه کې لازم اقدامات نه دي شوي.

هغه زياته کړه: ((بدبختانه هغسې چې لازمه وه، د کوکنارو په اړولو کې موافق نه شوو، ولې بيا هم اته سوه هکټاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي؛ خو ټول په څوارلس ولسواليو کې ۱۴زره هکټاره کوکنار کرل شوي وو.))

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وايي چې په ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ته په کتو د دوی خدمات ډېر کم دي او نه شي کولی چې د روږدو کسانو سمه درملنه وکړي.

هغه وويل، د روږدو کسانو د درملنې روغتون ۲۲۰ بستره لري؛ خو يوازې منتظر کسانو شمېر تر شپږو زرو تنو رسېږي چې د درملنې لپاره چمتو شوي خو دوی ورته امکانات نه لري.

هغه ومنله چې د روږدو کسانو شپېته سلنه يې هغه کسان دي چې يو وار يې درملنه شوې خو وايي، هغوی ته د کار نه پيدا کېدو او په بازار کې په اسانه نشه يي توکو لاسرسي پر نشه توکو روږدي کړي دي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست استازي دا د حکومت دنده وګڼله چې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او استعمال مخه ونيسي او نشه يي توکو استعمال يې د اسلام له نظره حرام وګاڼه.

مولوي محمد مطهر وايي، تر هغه وخته چې حکومت ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه کړي، کروندګرو ته د نورو حاصلاتو زمينه جوړه نه کړي او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي په عام محضر کې مجازات نه شي د نشه يي توکو مخنيوی ناشونی دی.

که څه هم د ننګرهار امنيتي چارواکي نشه يي توکو د نيولو او سوځولو راپورونه ورکوي؛ خو په دغه ولايت کې ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېريږي او علتونه يې هم بې کاري او په ازاد ډول دغو توکو ته لاسرسی په ګوته شوی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement