د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو په جلال اباد ښار کې دوه پوليس وژلي

وسله والو په جلال اباد ښار کې دوه پوليس وژلي

Sep 27, 2017 - 13:01

جلال اباد (پژواک، ٥ تله ٩٦): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دوو پېښو کې وسله والو يو دولتي مامور او دوه پوليس وژل دي.

د چارواکو په وينا چې یادې دواړه پېښې پرون په جلال اباد ښار او بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د جلال اباد ښار په انګورباغ سيمه کې ناپېژاندو وسله والو دوه ملي پوليس پر ډزو وژلي او خپله له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

د ده په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې پوليس په چک پاينټ کې پر تلاشۍ بوخت و.

د محمد اصف په نوم د سيمې يو اوسېدونکى وايي چې وسله وال تنکي ځوانان و او له بريد وروسته په موټرسايکلونو وتښتېدل.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د املاکو مدير سراج الدين، يوه وسله وال کس چې له هغه سره په خپل موټر کې د سپرلي په توګه ناست و، پر ډزو وژلى دى.

د ننګرهار د والي وياند وايي، دغه پېښه پرون سهار شاوخوا لس بجې د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې سراج الدين کوټ ولسوالۍ ته روان و.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي او نه يې هم پوليسو په تړاو څوک نيولي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement