بنګله دېش د ١٩ کلنو کرکټ لوبه کې افغانستان ته ستره ماتې ورکړه
بنګله دېش د ١٩ کلنو کرکټ لوبه کې افغانستان ته ستره ماتې ورکړه
کابل (پژواک، ٦ تله ٩٦): د بنګله دېش او افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ یوه ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې ستره ماتې وخوړه.
د کرکټ ملي لوبډلې د اسيايي او نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه بنګله دېش ته تللې او د دغه هېواد د ١٩ کلنو لوبډلې سره د يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کوي.
د دواړو هېوادونو د ١٩ کلنو لوبـډلو تر منځ د لومړۍ يوه ورځنۍ لوبې پچه د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د بنګله دېش لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٢٣ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ د بنګله دېش څلور او طارق ستانکزي دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله په ٧٧ منډو وسوځېده، د دوى له لوري يواځې طارق ستانکزي ١٦ او نثار وحدت ١٠ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لوبډلې دا لوبه له افغانستان څخه د ١٤٥ منډو په توپير وګټله.
افغانستان په داسې حال کې دا لوبه په دومره ستر توپير سره وبايلله چې په دې وروستيو کې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا افغانستان ته د لومړۍ درجې دريځ ورکړل شوى او افغانستان د انډي مولز په نوم يو بهرنى د روزونکي په توګه ټاکلى دى.
د کرکټ لوبې کارپوه ببرک عمر پر دې ناکامۍ اندېښنه څرګندوي او وايي چې افغانستان د لومړۍ درجې هېواد په توګه دومره سترې ماتې خوړل د منلو وړ نه ده.
هغه د دې ماتې لامل لوبغاړو ته سمه روزنه نه ورکول، ، د ١٩ کلنو لوبډلې په بهرنيو هېوادونو د روزنې او تمريناتو زمينه نه برابرول او په لوبډله کې واسطه يي لوبغاړو شاملول په ګوته کړ.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ