د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جلال اباد کې د پاکستان د لاسوهنو په غبرګون کې لاریون وشو

جلال اباد کې د پاکستان د لاسوهنو په غبرګون کې لاریون وشو

Sep 28, 2017 - 17:00

جلال اباد (پژواک، ٦ تله ٩٦): لسګونو ځوانانو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان د لاسوهنو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دغه لاريون چې د افغان ځوانانو سياسي او مدني خوځښتونو د همغږۍ کمېټې له خوا د تلې په ٦مه د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې پیل وشو، په سوله ييزه توګه پاى ته ورسېد.

دوى له ځان سره شعارونه هم لېږدول چې په کې د پاکستان لاسوهنې، د ډيورنډ کرښې او په قبايلي سيمو کې د پښتنو ځورول او وژل غندل شوي وو.

د لاريون کوونکو يوه سمبالوونکي صفت ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو اوو کلونو راهيسې پاکستان نېغ په نېغه د ډيورند کرغېړنې کرښې په اوږدو کې ناقانونه لاسوهنې کوي او په دې برخه کې تل افغان حکومت پڅ او نا څرګنده دريځ نیولی دی.

هغه زياته کړه چې  د ملي يووالي حکومت په راتګ سره د پاکستان پر وړاندې دريځ لا نور ګونګ او پڅ شوی دی.

ځواک وايي، پاکستان په ناقانونه توګه د تورخم په سيمه کې دروازه ودروله، د ملي يووالي حکومت سترګې پرې پتې کړې، دغه راز يې د سپين بولدک په سیمه کې د جهانګیر او لقمان کلو د خپلولو هڅه هم وکړه.

د نوموړي په وينا، له تېرو څو مياشتو راهيسې پاکستان د ډيورند کرښې په اوږدو د اغزن سیم غځولو، د خندق کيندلو او د لا زیاتو پوستو جوړولو تابيا نیولې ده.

افغان ځوانان، سياسي او مدني جوړښتونو د دغه لاريون په پاى کې د پاکستان د همدې لاسوهنو پر وړاندې خپل پرېکړه ليک اعلان کړ.

په پرېکړه ليک کې راغلي، افغان حکومت بايد د پاکستان د وروستیو لاسوهنو په اړه وضاحت وړاندې کړي چې د دوی رسمي دریځ څه دی، ولس څه وکړي او دوی څنګه ولسي ملاتړ ته اړتیا لري؟

په پرېکړه ليک کې راغلي، د ملي‌ يووالي حکومت دې په محکومې پښتونخوا (پېښور او کوېټې) کې سياسي نماینده ګۍ وتړي؛ ځکه دا دواړه د افغانانو خپله خاوره ده.

هغوى غوښتنه کړې چې د ملي يووالي حکومت دې په سمبولیکه توګه د محکومې پښتونخوا لپاره لس څوکۍ په ولسي جرګه او لس څوکۍ په مشرانو جرګه کې اعلان کړي.

هغوى زياته کړې، د ډیورند کرغېړنه کرښه په هېڅ ډول رسمیت نه لري، دا کرښه افغان ولس په دوو برخو ویشي، افغان ملت ته دا د منلو وړ نه ده، موږ یو ځل بیا پر نړۍ او پاکستان غږ کوو چې د دې کرښې په اوږدو کې هر ډول لاسوهنه ناقونونه ده او ملت به یې مخه ونیسي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement