د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار امنیه قوماندان په جلال اباد کې د امنیت راوستو ډاډ ورکړ

د ننګرهار امنیه قوماندان په جلال اباد کې د امنیت راوستو ډاډ ورکړ

Sep 28, 2017 - 18:21

جلال اباد (پژواک، ۶ تله ۹۶): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د دغه ولايت او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار د امنيت د تامين لپاره يې ځانګړي پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به يې پلي کړي.

نوموړی په دې برخه کې د ځينو ستونزو د شتون خبره هم کوي او دغه راز يې د امنيت په برخه کې د ځينو لاسته راوړنو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي چې د تلې په ۶مه يې تر غرمې وروسته په خبري کنفرانس کې خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.

قوماندان وويل، په تېرو پنځلسو ورځو کې يې د جنايي پېښو ۶۹ تنه تورن کسان د انسان تښتونې، قتل، غلا او نورو پېښو په تړاو نيولي، چې په ډله کې يې د داعش او طالب وسله والو ۶ غړي هم شامل دي.

د ده په وينا، په جلال اباد ښار کې يې د دوو پوليسو د وژل کېدو د پېښې په تړاو تر پلټنو وروسته دوه تنه چې د يادې پېښې عاملين دي، هم له وسلو او موټرسايکل سره نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، په ښار کې د امنيت خرابوالي په اړه تر پلټنو وروسته يې يوه ستونزه د پوليسو له لوري د موبايلونو استعمال په ګوته کړې چې له دې وروسته هېڅ پوليس د دندې پر مهال موبايل نه شي کارولى.

هغه که څه هم ډېر وضاحت ورنه کړ، خو ټيګار يې درلود چې د جلال اباد ښار د امنيت د لا ټنګښت په خاطر يې بېلابېل امنيتي پلانونه جوړ کړي چې له ملي امنيت او نورو امنيتي ادارو سره به يې په ګډه پلي کړي.

هغه په وروستيو کې د جلال اباد ښار د امنيت خرابوالي په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وويل: ((موږ هم ځينې ستونزې لرو، خو د ولس همکاري ډېره مهمه ده، موږ سره بايد په دې برخه کې ولس ډېره همکاري وکړي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي د نن ورځې د کنفرانس په تړاو چې په کابل کې يې د ننګرهار امنيتي وضعيت په اړه ورکړی و، هم ځواب ورکړ.

حضرت علي د ننګرهار امنيه قوماندان او د دغه ولايت د امنيتي ادارو رهبري په امنيت راوستو کې پر پاتې راتلو تورن کړي او له ولسمشر اشرف غني څخه يې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

خو امنيه قوماندان د نوموړي په ځواب کې وويل، دا ډول څرګندونې هغه اشخاص کوي چې شخصي ګټې يې په خطر کې وي.

دی وايي: ((موږ چې کومې لاسته راوړنې لرو او څوک نيسو او د چا اشخاص په کې نيول کېږي؛ نو هغه به خامخا زموږ نومونه اخلي، هغه به له دې ډاره چې د قانون د تطبيق دا پروګرام په ما پسې راروان دی، خامخا به دا نومونه اخلي.))

که څه هم د ننګرهار امنيه قوماندان په هرو پنځلس ورځو کې د خپلو لاسته راوړنو په تړاو کنفرانس ورکوي، خو نننى کنفرانس يې په بيړني ډول درلود او اټکل کېږي، چې په ټولنيزو شبکو کې د ننګرهار د امنيتي وضعيت په تړاو د خلکو د اندېښنو په غبرګون به جوړ شوی وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement