د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

صالح: تورخم کې د فساد په اړه څېړنې به ولسي جرګې وړاندې کړو

صالح: تورخم کې د فساد په اړه څېړنې به ولسي جرګې وړاندې کړو

Sep 28, 2017 - 18:36

جلال اباد (پژواک، ۶ تله ۹۶): د ولسي جرګې پلاوى وايي چې د ننګرهار د تورخم ښارګوټي د فساد په اړه يې څېړنې بشپړې کړې دي چې د جرګې راتلونکې غونډې ته به يې وړاندې کړې.

د کونړ د خلکو استازى صالح محمد چې پرون د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت او راغلي پلاوي سره تورخم ښارګوټي ته سفر درلود، په يو رسنيز کنفرانس کې وويل چې د تورخم له بېلابېلو ادارو يې ليدنه کړې او د ټولو چارې يې له نږدې څارلې دي.

په تورخم کې د ګمرک، ښاروالۍ، کميسارۍ، ترانسپورټ او ټولګټو ادارې اړوند د تلې مديريتونه موجود دي چې په ټولو کې يې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شوي دي.

د پلاوي مشر صالح محمد صالح وايي چې د سفر موخه يې د امنيتي وضعيت او په اداراتو کې د فساد ارزونه او په ضمن کې د سرحدي پوليسو د قربانيو ستاينه ده.

هغه زياته کړه، اوس يې يوازې د اداراتو ارزونه وکړه او د سرحدي پوليسو ستونزې يې واورېدې چې د پوليسو ستونزې او غوښتنې به له وزارت سره شريکوي او د حل ډاډ به ترې اخلي.

نوموړي دغه راز په دولتي ادارو کې د فساد په تړاو وويل: ((موږ اوس يوازې ارزونه کوو ، کله چې مرکز ته ځو هلته به دا راپور له عمومي جرګې سره شريکو او بيا به يې په اړه پرېکړه کوو، چې دلته د فساد د مخنيوي لپاره څه کول په کار دي.))

د صالح په وينآ، تر ډېره يې د سفر موخه د سرحدي پوليسو ارزونه او د هغوی ستونزو ته رسيده ګي وه؛ خو بيا هم د فساد په تړاو دوی له موجودو ادارو څارنه وکړه.

هغه وايي، سرحدي پوليس د درنو وسلو او يو شمېر نورو تجهيزاتو په برخه کې ستونزې لري، چې دوی به يې له کورنيو چارو وزارت سره د حل په موخه شريک کړي.

د ولسي جرګې ياد پلاوي په تورخم کې د يوې غونډې پر مهال هلته د موجوده ادارو  د مسوولينو راپورونه واورېدل او په بېلابېلو برخو کې يې ترې معلوماتي پوښتنې هم وکړې.

تر ډېره د دغو پوښتنو برخه د فساد په تړاو وه چې له مسوولينو يې د فساد د موجوديت د اندېښنو په تړاو کولې.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement