د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند او اروزګان کې ځینې رغنیزې پروژې پلې کېږي

هلمند او اروزګان کې ځینې رغنیزې پروژې پلې کېږي

Sep 28, 2017 - 16:38

لښکرګاه- ترينکوټ (پژواک، ۶ تله ۹۶): په هلمند او اروزګان کې د ٢٦ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

په دې پروژو کې په هلمند کې د درملو او خوراکي توکو ساتلو ځایونو جوړول هم شامل دي.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر مولا داد توبه ګار د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د عامې روغتيا وزارت له لوري دوى ته ٢٢ ميليونه افغانۍ غير مشروطه بوديجه ورکړل شوې وه.

هغه زياته کړه: ((دا چې موږ د غذايي موادو او درملو ساتلو لپاره اړين ځاى نه درلود، نو په ١١ ميليونو مو د دې ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې.))

توبه ګار وايي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به خوراکي توکي او درمل له خرابېدو وساتل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ به د شاوخوا يو کال په موده کې په اساسي ډول جوړه شي.

د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د دې ودانۍ تر څنګ به د يو شمېر نورو پروژو چارې هم پيل شي.

ده زیاته کړه چې ولسمشر له دوى څخه د ډېرو پروژو پلې کولو پلان غوښتى دى چې ځيني اوږدمهال او ځيني يې لنډمهاله دي.

د حيات په وينا، د يادو پروژو چارې به د روان کال په اوږدو کې پيل شي او يو شمېر کسانو ته به د کار زمينه هم په کې برابره شي.

ده وويل چې په دې پروژو کې د کجکي برېښنا بند دويمه برخه، د زمينداور کانال، له لښکرګاه تر ډيورنډ کرښې پورې د سړک غځول چې له چابهار بندره د توکو په لېږد رالېږد کې اسانتيا رامنځته کړي، شامل دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په اروزګان کې د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د ٣٥ کليوالي سړکونو د جغل اچونې چارې پيل شوې.

چارواکي وايي چې د دې سړکونو د جغل اچونې دغه پروژې به د اووه کلیواليو شوراګانو له خوا عملي او هم مهال به ۳۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د اروزګان والي محمد نذیر خروټي وويل چې ولایتي اداره ژمنه ده څو په ټولو سیمو کې خدمات په  یو ډول پلي کړي.

خروټی وایي، ټولګټې پروژې د خلکو لپاره دي، نو باید سیاسي نه شي او په هره سيمه کې بايد پلې کولو ته يې اجازه ورکړل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement