د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستانيو سرحدي ځواکونو په تورخم کې افغان مسافرو ته ستونزې جوړې کړې

پاکستانيو سرحدي ځواکونو په تورخم کې افغان مسافرو ته ستونزې جوړې کړې

Sep 28, 2017 - 15:16

جلال اباد (پژواک ۶ تله ۹۶): په تورخم سرحدي ښارګوټي کې پاکستان ته تلونکي افغان مسافر د پاکستانيو سرحدي ځواکونو له ناسم چلند شکايت کوي او غوښتنه کوي، چې افغان حکومت دې د دوی د ستونزو د حل لپاره په لوړه کچه اقدام وکړي.

افغان مسافر وايي، پاکستان د تګ او راتګ پرمهال هاخوا په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي او حتی ناروغان هم نه پرېښودل کېږي، چې په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې يو پلاوي د تلې په ۵مه تورخم ته سفر وکړ او هلته يې د مسافرو د ستونزو اورېدو ترڅنګ د پاکستاني خوا مسولو چارواکو څخه د دغې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

ملکو خان چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ سيمې اوسېدونکی دی او تازه د  تورخم له دروازې خپل هيواد ته راستون شوى،  پژواک ته وويل، چې د سهار په اتو بجو تورخم ته رارسېدلی؛ خو د غرمې تر يوولس بجو ورته د راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د کونړ ولايت اوسېدونکی سپين ږیری موسی خان چې لا هم په کوزه پښتونخوا کې د کډوالۍ ورځې شپې سبا کوي، د تورخم له پولي د را اوښتونکو کسانو په ډله کې و.

دی وايي، ډير خپلوان يې همدلته دي او مړی ژوندی يې هم ډېر دی؛ نو ځکه تګ راتګ ډير کوي او هر ځل په ساعتونو ساعتونو د تورخم په دروازه کې انتظار کوي.

هغه وايي، هره ورځ په سلګونو کسان چې په ډله کې يې ښځې، ماشومان او حتی ناروغان هم شامل وي، د ورته برخليک سره مخ وي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې يو پلاوی چې د ننګرهار د امنيتي وضعيت د څېړنو په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړی، پرون تورخم ته لاړل او هلته يې د دغو مسافرو ستونزې له نږدې وڅارلې.

د دغه پلاوي مشر او په ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کمېسيون رييس صالح محمد صالح د تورخم صفري نقطی ته ورغی او هلته يې د پاکستاني ځواکونو له مشر غوښتنه وکړه، چې د افغان مسافرو پر وړاندې د ستونزو په حل کې دې مرسته وکړي، چې د هغوی له لورې د مرستې ډاډ ورکړل شو.

د ولسي جرګې دغه غړي د مسافرو د ستونزو په تړاو د يو کنفرانس پرمهال خبریالانو ته معلومات ورکړل او پر افغان او پاکستاني حکومت يې د دغې ستونزې د حل غږ وکړ.

هغه زياته کړه : ((پخوا خو ويزه او پاسپورټ نه و، خلکو ډير په اسانه تګ راتګ کولو؛ خو اوس چې پاسپورټ او ويزه هم لري بيا هم مسافر زورول کېږي. وجه يې دا هم کيدای شي، چې دواړو خواوو ته د ويزو پلټنه کېږي او هغه به خامخا وخت غواړي؛ نو ځکه بيروبار ډير شوی دی.))

خو صالح محمد صالح ټينګار کوی، چې دواړه حکومتونه دې د دغې ستونزې د حل لپاره د پاسپورټونو د دخول او خروج په ګډون ټول قانوني پړاونه ډير ساده او اسانه کړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړی سيد مهدي پاچا چې له ياد پلاوي سره يې تورخم ته سفر کړی و ، پژواک سره د خبرو پرمهال د مسافرينو ستونزې تاييد کړې.

هغه زياته کړه ، هم يې وليدل او هم يې له مسافرينو واورېدل، چې د پولې هاغې غړې زورول کېږي او په بېلابېلو بهانو د ساعتونو ساعتونو لپاره درول کېږي.

د معلوماتو له مخې هره ورځ په سلګونو افغانان د پولې دواړو خواوو ته د تګ راتګ لپاره د تورخم پولې ته ځان رسوي؛ خو له دواړو خواو يوازې پنځه سوه کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي او پاتې کسان يې ډيری همالته د شپې په هوټلونو کې پاتې کېږي.

د يادولو وړ ده، چې پاکستان ته د تلوونکو کسانو له ډلې ډيری يې ناروغان او ناروغ لرونکي کسان دي، چې دغه هيواد ته د درملنې په خاطر تګ راتګ کوي؛ خو د خپلوۍ پاللو په خاطر تلونکي کسان هم په کې تر سترګو کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement