د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د معروف پېښه د چارواکو د ناغېړۍ او نه همغږۍ له امله رامنځته شوې وه

د معروف پېښه د چارواکو د ناغېړۍ او نه همغږۍ له امله رامنځته شوې وه

Sep 30, 2017 - 18:18

کندهار (پژواک، ۸ تله ۹۶): د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پر دې ولسوالۍ د وسله والو خونړی برید د مسوولو امنیتي چارواکو د ناغېړۍ او د امنیتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله و.

وړمه شپه د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو ځانمرګی برید وکړ چې له امله یې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ ویجاړې شوې او لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم امنیتي چارواکي په دې برید کې د ۱۲ سرتېر د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و، خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړی جانان ګلزی وايي، په دې برید کې ۳۳ سرتېري وژل شوي او د ولسوالۍ د امنیه قوماندان نادر خان په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي دي.

ګلزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو دغه برید د هغه پوځي هاموې موټر په وسیله کړی چې له سرحدي ځواکونو څخه یې په جګړه کې نیولی و.

نوموړی د دې برید لامل د مسوولو چارواکو ناغېړي او د امنیتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله ګڼي او وايي، د ولسوالۍ په کچه سرتېرو ته د دومره دروند زیان اوښتل د زغم وړ نه دي.

دی وايي، معروف ولسوالۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او ۶۰ سلنه خاوره يې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده، چې هر ډول ورانکارۍ او وسله والو فعالیتونو ته په کې زمینه برابره ده.

د ده په خبره، د معروف ولسوالۍ امنیه قوماندان نادر خان چې په دې برید کې ټپي شوی، په وار وار له دوی سره اړیکه نیولې وه او ورته ویلي یې وو چې ولسوالۍ له خطر سره مخ ده.

دی وايي، د ولسوالۍ د تشکیل د پوره کولو او اضافي ځواک د ورلېږلو غوښتنه کړې وه.

ګلزی زیاتوي: ((ما دغه موضوع د ولایتي شورا په غونډه کې مطرح کړه او پرېکړه وشوه چې د کندهار امنیه قومندان د ولایتي شورا غونډې ته راوبلل شي او د معروف تر څنګ د ټولو هغو ولسوالیو په اړه د خلکو او ځايي چارواکو اندېښنې او غوښتنې ورسره شریکې شي چې له خطر سره مخامخ دي.))

خو ده وویل، امنیه قوماندان په تېرو درېيو کلونو کې ولایتي شورا ته نه دی ورغلی، په داسې حال کې چې دا چاره د ولایتي شورا په صلاحیتونو کې راځي.

د ده په باور، که له وړاندې د دوی غږ اورېدل شوی وای، د ولسوالۍ د پولیسو تشکیل ډېر شوی وای او هلته اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي وای، نو د دغې خونړۍ پېښې مخنیوی ضرور کېدای شوای.

ده دا هم وویل چې د تېرو ۱۶ کلونو په اوږدو کې د دې ولسوالۍ شاوخوا ۱۵۰۰ اوسېدونکي وژل شوي چې دوه سوه یې عام وګړي او مخور دي، خو نور ټول د دې ولسوالۍ هغه ځوانان دي چې د پولیسو په لیکو کې یې دندې تر سره کولې.

د نوموړي په وینا، د پولیسو د تشکیل د کمښت یو لامل همدا دی چې ډېرو ځوانانو یې د وسله والو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ولایتي شورا دغه غړي په معروف ولسوالۍ کې یوه بله ستونزه دا یاده کړه چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د دولت له خوا دغلته هیڅ راز پرمختیايي کارونه نه دي شوي او خلکو له دولت څخه واټن نیولی دی.

دی وايي، دا چاره د دې لامل شوې چې له وسله والو سره د خلکو همکارۍ ته لار هواره کړي او هغوی وتوانېږي شاوخوا ۶۰ سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندې وساتي.

ده وویل، د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ په یوې خاورینې کلا  کې وې چې کلونه مخکې جوړه شوې، خو تر اوسه ورته بنسټیزې ودانۍ نه دي جوړې شوې، ولسوالۍ ته غځېدلی سړک نه دی جوړ شوی، ښوونځي یې ټول سقوط دي او خلک له هر راز اسانتیاوو بې برخې دي.

د ده په وینا، په تېره یوه نیمه لسیزه کې په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز او یو جومات جوړ شوی او نور نو د پرمختیا په نوم ان یوه خښته هم نه ده اېښودل شوې.

د معروف ولسوالۍ یو  عام اوسېدونکی عبدالله افغان هم وايي چې دغلته امنیتي وضعیت ښه نه دی، ځکه داسې اوونۍ کمه پېښېږي چې وسله وال دې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه و نه کړي او هغوی ته دې مرګ ژوبله وا نه ړوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، که دولت دغې ولسوالۍ ته پام و نه کړي نو امنیتي وضعیت په کې نور هم خرابېدای شي.

د ده په خبره، لومړی دې دغلته پراخ عملیات وشي، سیمه ییز پولیس دې جوړ شي، خلکو ته دې د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې خدمات وړاندې شي، څو په دې توګه د دې ولسوالۍ په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي.

په دې اړه مو د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نظر اخیستو هڅه وکړه خو د بشپړې ورځې انتظار وروسته هم څوک خبرو ته حاضر نه شول.

خو د کندهار ولایتي اداره وايي، دا چې معروف یوه سرحدي ولسوالۍ ده او د ډیورنډ فرضي کرښې په وسیله له پاکستان سره نښتې ده، وسله وال په کې تر نورو ښه تجهیز او اکمال دي او  ویې کولی شول دغسې خونړی برید تر سره کړي.

د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الباري بریالي پژواک اژانس ته وویل، ولایتي اداره هڅه کوي په راتلونکي کې د دغسې بریدونو مخنیوی وکړي.

نوموړي ومنله چې په ځینو ولسوالیو کې د پولیسو کم تشکیل د دې لامل شوی چې وسله وال دغسې خونړي بریدونه وکړي او یا سیمې ناامنې کړي، خو دوی په وار وار له مرکزي ادارې د پولیسو د تشکیل د پوره کولو غوښتنه کړې ده.

ده هیله وښودله چې ورځ تر بلې د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کېږي چې په مټ به یې په راتلونکې کې د دغسې بریدونو او د وسله والو د فعالیتونو مخنیوی وشي.

معروف ولسوالي د ولايت له مرکز څخه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه موقيعت لري، دغه ولسوالي له پاکستان سره ١٥٥ کيلو متره ګډه پوله لري، دغه راز دغه ولسوالي د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.

په روان کال کې د کندهار په یو شمېر سرحدي او شمالي ولسوالیو کې وسله والو خپل بریدونه ډېر کړي چې وخت په وخت یې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکي وايي، له هغه وروسته چې په هلمند او اروزګان ولایتونو کې ناامني ډېره شوې، ورسره جوخت د کندهار په هغو ولسوالیو کې هم د وسله والو فعالیتونه او بریدونه ډېر شوي چې دغو ولایتونو ته څېرمه پرتې دي.

خو چارواکي وايي  چې په دغو سیمو کې د دوی عملیات روان دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement