د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د امنيه قومندان د مطبوعاتي کنفرانس پر وړاندې د ځوان ټولنيز بنسټ غبرګون

د ننګرهار د امنيه قومندان د مطبوعاتي کنفرانس پر وړاندې د ځوان ټولنيز بنسټ غبرګون

Sep 30, 2017 - 16:01

د ۱۳۹۶ د ميزان  ۷ مه
د ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان ښاغلي لوی پاسوال عبدالرحمان رحيمي پرون مازيګر د ننګرهار د بحراني وضعيت په اړه زموږ او نورو مدني ټولنو د اعتراضيه خبري کنفرانس په ځواب کې خبري ناسته لرله .
موږ که څه هم پرون رسمآ اعلان کړه، چې زموږ د غوښتنو ادرس د ننګرهار بې کفايته اداره نه؛ بلکې مرکزي حکومت او په مشخص ډول ارګ، اجرايه رياست او د هېواد د امنيتي سکتور رهبري ده، خو بيا مو هم تمه لرله، چې د يوه مطرح او سابقه داره جنرال په توګه د ښاغلي رحيمي غبرګون واقع بينانه او د ننګرهار د بحراني وضعيت د حل لپاره مرستندويه وي.
له بده مرغه ښاغلي رحيمي د ټولو واقعيتونو خلاف پرځان او نورو امنيتي چارواکو د سياسي او مافيايي کړيو فشار رد او د ننګرهار جدي او بحراني ستونزو ته د ستونزو د رنګ ورکولو هڅه وکړه .

موږ د ننګرهار له ټولو امنيتي چارواکو څخه غواړو، چې په غير واقعي څرګندونو د مرکزي حکومت د ذهنيت خرابولو او په دې ډول د وضعيت په خرابيدو کې د خپل رول د زيات ښودلو هڅه ونه کړي .

ځوان ټولنيز بنسټ ـ جلال اباد

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement