د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار نا امنۍ لغمان او کونړ ته هم ګواښونه پېښ کړي

د ننګرهار نا امنۍ لغمان او کونړ ته هم ګواښونه پېښ کړي

Sep 30, 2017 - 18:11

جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۶): د کونړ او لغمان ولايتونو د ولايتي شورا رييسان وايي چې د ننګرهار ولايت نا امنۍ د دوى ولايتونو ته هم امنيتي ګواښونه رامنځته کړي دي.

د کونړ د ولايتي شورا رييس محمد ساپي او د لغمان د ولايتي شورا رييس رفيع الله مموزي دغه څرګندونې د تلې په ۸مه په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت وويل، د دغه ولايت امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر خراب شوی، حتی وسله وال د ښار تر څنډو رارسېدلي دي.

هغه د امنيتی ستونزو د ډېروالي لامل د امنيتي ارګانونو رهبرۍ کې کمزورتيا په ګوته کړه او ويې ويل چې مرکزي اداره دې په دغه برخه کې بدلونونه رامنځته کړي.

احمد علي وويل، که د امنيتي ارګانونو په رهبرۍ کې بدلون رامنځته نه شي؛ نو د راتلونکي په اړه به د ننګرهار له ولسونو سره په ګډه په يوه لويه غونډه کې تصميم ونيسي.

د کنفرانس پرمهال د کونړ د ولايتي شورا رييس محمد ساپي وويل، په ننګرهار کې روان امنيتي وضعيت د کونړ خلک هم اندېښمن کړي دي.

نوموړی وايي، که څه هم د کونړ امنيتي او دفاعي ارګانونو د خپل ولايت په ساتنه کې ښه مېړانه ښودلې؛ خو د ننګرهار نا امنۍ پر دوی ډېر  اغېز کړى .

محمد ساپى له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د ننګرهار د وضعيت څېړنې په موخه دې مرکزي اداره يو با صلاحيته پلاوی راولېږي، څو ستونزې برسي او په اړه يې يو ګټور ګام پورته کړي.

د لغمان د ولايتي شورا رييس رفيع الله مموزي هم اندېښنه وښوده چې د ننګرهار نا امنۍ د لغمان خلکو ته هم اندېښنې پيدا کړې دي.

هغه زياته : ((دا چې ننګرهار د لغمان، کونړ او نورستان د يو مرکزيت او مارکېټ حيثيت لري او د دغو ولايتونو سوداګري په همدې ولايتونو پورې اړه لري؛ نېغ په نېغه ترې د دغو ولايتونو سوداګر په اندېښنه کې دي.))

مموزي د غير مستقيمې اغېزې ترڅنګ پر دغه ولايت د ننګرهار د ناامنۍ مستقيم اغېز ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې په ننګرهار کې د ناامنۍ د زياتوالي له امله له تېرو لسو ورځو راهيسې په لغمان کې هم وخت ناوخته وسله والې نښتې رامنځته کېږي.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد الله دهقان پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال وويل،پخوا د ننګرهار له ناامنۍ د کونړ د ناامنه کېدو اندېښنې ډېرې وې؛ خو اوس دغه اندېښنې تر ډېره راکمې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((څو مياشتې وړاندې اندېښنې ډېرې وې، د داعش د جلب او جذب راپورونه موجود و؛ خو موږ عمليات وکړل، هره ورځ هوايي بريدونه کېږي؛ نو اوس ورسره وضعيت ډېر ښه شوی او د اندېښنو کچه ډېره کمه شوې ده.))

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم تاييدوي چې د ننګرهار ناامني پر دغه ولايت مستقيم اغېز لري؛ خو وايي چې په مرکز مهترلام کې د وسله والو وروستي بريدونه د ننګرهار ناامنۍ پورې تړلي نه دي.

دی وايي، څه موده وړاندې چې هم د ننګرهار امنيتي وضعيت خراب شوی و، د لغمان اوسېدونکي يې ډېر اندېښمن کړي و او هم هلته ځينې فعاليتونه پيل شوي و.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي،د ننګرهار امنيتي وضعيت دومره هم خراب نه دی چې په خپلو ګاونډيو ولايتونو اغېزه وکړي.

دی وايي، په ولسواليو کې وسله والو تر ماتو خوړو وروسته اوس مرکز کې غلچکي فعاليتونه پيل کړي او غواړي بېرته امنيتي ځواکونه دلته مصروف او هغوی ولسواليو ته مخه کړي.

ننګرهار کې د نا امنيو د زياتوالي په اړه په دې وروستيو کې اندېښنې ډېرې شوي او خبره ان د چارواکو د تبديلۍ تر غوښتنو رسېدلې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement