د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مسلميار : د ننګرهار غفلت کوونکي مسوولين بايد محاکمه شي

مسلميار : د ننګرهار غفلت کوونکي مسوولين بايد محاکمه شي

Sep 30, 2017 - 10:30

جلال اباد (پژواک، ٨ تله ٩٦) : د مشرانو جرګې رييس وايي، د ننګرهار هغه مسوولين چې په دنده کې غفلت کوي او په سمه توګه يې پرمخ نه شي وړی، له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې د قانوني اجراتو په موخه  ور وپېژندل شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار چې پرون مازيګر ناوخته يې په جلال اباد ښار کې يوې خبري غونډې وينا کوله، په ډاګه کړه چې د ننګرهار ولايت دامنيتي حالت دارزونې په موخه يې جلال اباد ته سفر کړى دى.

نوموړي دا سفر په داسې حال کې کړى چې په دې وروستيو کې  د جلال اباد ښار او په ټوليزه توګه د ننګرهار ولايت امنيت ډېر خراب شوى او هره ورځ په کې د نورو نا امنيو ترڅنګ هدفي وژنې ترسره کېږي.

له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې د دغه ولايت اوسېدونکي او فعالان پر ځايي ملکي او امنيتي چارواکو او په مرکز کې د ننګرهار پر استازو سختې نيوکې کوي، چې د دغه  ولايت د امنيت لپاره يې کوم اقدامات نه دي کړي.

د مشرانو جرګې رييس وويل، د ننګرهار ولايت له ملکي او امنيتي چارواکو سره يې ليدلي او د امنيت د ښه والي لپاره يې د هغوى وړانديزونه اورېدلي دي.

هغه زياته کړه، دغه وړانديزونه به په مرکز کې د ملي امنيت عمومي رييس او د کورنيو چارو له وزير سره د حل په موخه شريک کړي.

مسلميار وويل، امنيتي ادارو ته يې سپارښتنه وکړه، تر څو هغه کسان چې په خپله دنده کې غفلت کوي او دنده پرمخ نه شي وړی، له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې د قانوني اجراتو په موخه  ور وپېژني.

هغه زياته کړه:(( هغه څوک چې زما له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، که په نظامي ادارو کې وي او يا ملکي کې خپله دنده په سم ډول پرمخ نه شي وړلی او يا له دندې ناوړه استفاده کوي پر وړاندې يې بايد قانوني اجراات وشي. ))

مسلميار دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې په ټولنيزو شبکو کې د شاوخوا ٣٠ داسې کسانو لېست خپور شوى، چې د ننګرهار په امنيتي او ملکي لوړو څوکيو کار کوي او د مشرانو جرګې د مشر مسلميار، د ولسي جرګې د وکيلانو حاجي ظاهر او حضرت علي پورې اړونده دي.

د مشرانو جرګې رييس ژمنه وکړه چې د ننګرهار د ملي پوليسو د تشکيل کمښت ستونزه به د کورنيو چارو وزير سره شريکه کړي.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې د وسله وال پوځ سرښندنو او مېړانې له امله د دښمن عمومي قرارګاوې له منځه تللي او د مخامخ جګړې توان يې له لاسه ورکړی،خو په وروستيو کې يې پر ملکي وګړو او نورو باندې ترهګريز بزدلانه بريدونه پيل کړي دي.

مسلميار امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې،هغه څوک چې د وسلو ګرځولو جواز لري ورته دې ځانګړی يونيفورم ووېشي  څو له  غير مسووله وسله والو سره يې توپير وشي.

ده پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د خپل نظام ترڅنګ ودريږي، د وسله وال پوځ ملاتړ وکړي او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجيح ورکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement