د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار قومونو شورا پر وروستي امنيتي حالت ژوره اندېښنه څرګنده کړه

د ننګرهار قومونو شورا پر وروستي امنيتي حالت ژوره اندېښنه څرګنده کړه

Oct 02, 2017 - 14:55

جلال اباد (پژواک، ۱۰ تله ۹۶): ننګرهار کې د قومونو د همغږۍ او يووالي شورا په دغه ولايت کې د شته ستونزو د حل لپاره له حکومت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او دغه راز يې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه شريکه کړه.

ياده شورا چې د ننګرهار ولايت د بېلابېلو قومونو ۵۲ شوراګانې په کې راټولې شوې، د تلې په ۱۰مه يې خپلې کلنۍ ټاکنې وکړې چې په ترڅ کې يې لعل اغا کاکړ د رييس او ډاکتر شېرعلي د مرستيال په توګه وټاکل شول.

د قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو د تنظيم مدير محمد ظاهر يادې غونډې ته وويل چې د دې شورا ټاکنې په پوره روڼتيا ترسره شوې او ټولو حاضرو کسانو په کې خپلې رايې وکارولې.

هغه د يادې شورا له مسولينو غوښتنه وکړه چې د شورا له لارې دې د ننګرهار ولايت د قومونو په يووالي کې مرسته وکړي او هم دې د قومونو ستونزې حل کړي.

د ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا رييس لعل اغا کاکړ ډاډ ورکړ چې ياده شورا به د ستونزو په حل کې له حکومت سره همکاره وي او دغه راز يې د دې شورا د تېرو فعاليتونو يادونه هم وکړه چې شاوخوا ۲۰۰ قومي شخړې او قضيې يې حل کړې دي.

نوموړي په ننګرهار کې د روان حالت په اړه هم اندېښنه شريکه کړه او نا امني يې په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه ياده کړه.

د کاکړ په وينا، په ننګرهار کې ورځ تر بلې نا امني ډېرېږي هدفي وژنې کېږي چې ولايتي اداره يې په مخنيوي کې پاتې راغلې ده.

د يادې شورا يوه غړي او د ختيځو ولايتونو د خروټو قوم د شورا مشر حاجي ايوب خروټي هم ننګرهار کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او له ولايتي ادارې او مرکزي حکومت څخه يې د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.

هغه وويل، د ستونزو حل د قومونو له يووالي او همکارۍ پرته ناشونی دی او د قومونو د يووالي شورا ټول غړي د قومونو مشران دي او کولی شي چې خپل قومونه له حکومت سره همکارۍ ته تشويق کړي.

قومي مشر شېر زمان خوږياڼی بيا وايي چې د ننګرهار ولايتي اداره د ستونزو په حل کې پاتې راغلې او ټول ولايت ته د ګوتو په شمېر څو کورنيو ستونزې جوړې کړې دي.

دی وايي، څو زورواکې کورنۍ د دغه ولايت د ځمکو په غصب، هدفي وژنو، غلا او نورو پېښو کې لاس لري، ولايتي اداره يې هم پېژني خو په اړه يې اقدام نه کوي.

د يادولو ده، د ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا شاوخوا دوه کاله وړاندې د قبايلو او قومونو وزارت له لوري په ننګرهار کې د قومونو د همغږۍ او يووالي په خاطر جوړه شوې چې ټولې چارې يې د شورا د مسوولينو له لوري مخې ته وړل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement