د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړېږي

په کابل کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړېږي

Oct 02, 2017 - 14:36

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٦) : ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه په کابل کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لوړ پوړ چارواکو ځانګړې ناسته وشي.

د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د تلې په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په دې اړه په کابل کې له يو شمېر بهرنيو سفيرانو او د مرستندويه ادارو له مشرانو سره مشورتي ناسته وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي او يو شمېر نورو ملکي او نظامي چارواکو ګډون درلود.

د قادر شاه په وينا، حنيف اتمر په افغانستان کې له مېشتو يو شمېر سفيرانو او د مرستندویه ادارو له مشرانو سره په هېواد او سیمه کې د روانو چارو او همدارنګه د افغانستان په اړه د لوړپوړو چارواکو د ناستې په موخه د چمتووالي پر څرنګوالي سلا مشورې وکړې.

سرچينه وايي، د ناستې برخه والو ته د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په سیاسي او امنیتي حالت همداراز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وويل، په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړ چارواکو ځانګړې ناسته چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې جوړه شي، د ترتيب او سمبالښت په اړه يې خبرې وشوې.

د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سياسي او اقتصادي ثبات په موخه راتلونکې ناسته مهمه وبلله او زياته یې کړه چې د ناستې پايلې به د افغانستان د خلکو لپاره ګټورې وي.

د ملي امنيت شورا وياند وايي، د ناستې برخه والو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرښندنو او پرمختګونو څخه قدرداني وکړه او ويې ويل چې د افغانستان په اړه د لوړپوړو چارواکو ناستې ته هيله من دي.

د هغه په وينا، د بېلابېلو هېوادونو استازو او د مرستندویه ادارو مشرانو د لوړپوړو چارواکو د ناستې د ترتیب او ممکنه پایلو په اړه خپلې مشورې د ملي امنیت له سلاکار سره شريکې کړې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement