د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د لسو داعشيانو په ګډون ۴۰ کسان نيول شوي

ننګرهار کې د لسو داعشيانو په ګډون ۴۰ کسان نيول شوي

Oct 03, 2017 - 17:31

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۶): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، په تېرو شپږو ورځو کې يې د لسو داعشيانو په ګډون ۴۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.

امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي چې د تلې په ۱۱مه يې په امنيه قوماندانۍ کې د خپلو لاسته راوړنو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل، پوليسو يې په ياده موده کې ۱۸ ميله بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه کړې دي.

هغه دغه راز يادونه وکړه چې نن ورته په چپرهار ولسوالۍ کې د طالبانو له ليکو رابېل شوي دوه وسله وال هم تسليم شول او خپلې دوه ميله وسلې يې هم دوی ته وسپارلې.

د ده د معلوماتو له مخې، د پوليسو په هلو ځلو، ځانګړو عملياتو، پلټنو او ګزمو کې يې د ۱۰ داعش وسله والو په ګډون ۴۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.

هغه زياته کړه: ((نيول شوو کسانو کې لس د داعش وسله وال، ۴ طالب وسله وال، د اصف په مشرۍ د وسله والو غلو او قاتلينو يوه څلور کسيزه ډله او دوه مشکوک کسان شامل دي.))

دی دغه راز وايي، شل نور تورن کسان يې هم د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي چې په ډله کې يې انسان تښتوونکي، قاتلين، غله، لارې وهونکي او نور شامل دي.

امنيه قوماندان زياته کړه: ((دوه وسله وال طالبان چې چپرهار ولسوالۍ کې يې د دولت پر ضد کړنې ترسره کولې، د حقيقت په درک کولو يې له جګړو لاس په سر شوي او له يو ميل راکټ انداز او يو ميل کلاشينکوف سره دولت ته تسليم شول.))

د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د دغه ولايت د امنيت د تامين لپاره له تېرو شپږو مياشتو راهيسې کوټ، هسکه مېنه، اچين ، نازيانو پچپراګام او چپرهار ولسواليو کې عمليات روان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې سلګونه داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی ګڼ شمېر پټنځايونه، وسلې، مهمات او نقليه وسايط له منځه تللي دي.

لوی پاسوال رحيمي د ننګرهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره ټول امنيتي ارګانونه نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي او پرې به نږدي چې وسله وال امنيت تخريب کړي.

که څه هم د ننګرهار امنيه قوماندان په هرو درېيو اونيو او يا هم له هغې ژر د خپلو دا ډول فعاليتونو په تړاو کنفرانسونه ورکوي؛ خو مدني فعالان، د ولايتي شورا وکيلان او عام خلک وايي چې د قوماندان رحيمي په راتګ د دغه ولايت امنيت تر پخوا خراب شوی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement