د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ياسيني: د ننګرهار ستونزې دې د سترې محکمې صلاحيت لرونکی پلاوی حل کړي

ياسيني: د ننګرهار ستونزې دې د سترې محکمې صلاحيت لرونکی پلاوی حل کړي

Oct 03, 2017 - 14:53

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۶): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ميرويس ياسيني وايي، په دغه ولايت کې فساد، نا امني، ګډوډي او د نا مسوولو وسله والو شتون اوج ته رسېدلی دى.

دی زياتوي، د دغو ستونزو د حل لپاره دې ولسمشرۍ ماڼۍ د سترې محکمې په مشرۍ يو با صلاحيته پلاوی را واستوي، څو ستونزې وڅېړي او حل لارې يې ولټول شي.

ميرويس ياسيني دا څرګندونې د تلې په ۱۱مه د ننګرهار د ولايتي شورا په انګړ کې د ولسي جرګې له بل غړي فريدون مومند، د ولايتي شورا له رييس احمد علي حضرت او غړي ناصر کامه وال سره په ګډه خبري کنفرانس کې وکړې.

ياسيني لومړی د ننګرهار د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه شريکه کړه او اوسني حالات يې تر بل هر وخت ګواښوونکي وبلل.

هغه زياته کړه، فساد په ټولو عايداتي ادارو کې اوج ته رسېدلی، نا امني له حده زياته شوې، د غير مسوولو وسله والو شمېر تر سلګونو اوښتی، تقرر په خپلوۍ، فساد او واسطو کېږي چې په حل کې يې ولايتي اداره پاتې راغلې او څو زورواکې کورنۍ په کې لاسوهنه کې کوي.

ياسيني د چا نوم وانه خيست، خو ټينګار يې وکړ چې د ملي شورا ځيني استازي او د ننګرهار څو زورواکي او  کورنۍ د دغه ولايت په ټولو ګډوډيو کې لاس لري.

ده وويل، د دغو ستونزو حل ډېر ستونزمن دی او د سترې محکمې په مشرۍ له باصلاحيته پلاوي پرته يې هېڅوک حل نه شي را ايستلی.

دى زياتوي: ((ولسمشر دې د سترې محکمې په مشرۍ د عدليې، کورنيو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنيت ادارې يو باصلاحيته پلاوی ننګرهار ته را ولېږي چې ستونزې حل کړي.))

د هغه په وينا، ياد پلاوي ته دې صلاحيت ورکړل شي چې له ټولو ولايتي چارواکو، د ملي شورا غړو او زورواکو څخه پوښتنې او پلټنې وکړي او بيا دې د ستونزې د هواري لپاره خپله پرېکنده پرېکړه ولسمشر ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې دغه استازي پر ولس هم غږ وکړ چې د ګډوډيو او فساد د مخنيوي، د امنيت د ټينګښت او نورو ستونزو د حل لپاره دې سره متحد شي او خپل غږ دې پورته کړي.

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايي، د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي او دومره هم امنيت نه دی خراب شوی، څومره چې ورته ځينې کړۍ انعکاس ورکوي.

هغه وويل: ((دا چې موږ هرو دوو اونيو کې تاسو سره خپلې لاسته راوړنې شريکوو، ډلې ډلې مجرمين نيسو؛ خو د امنيت د تامين لپاره موږ د هغوی نظر ته احترام لرو؛ خو دومره هم بايد څوک زياتی ونه کړي، چې زموږ ټولې هلې ځلې صفر کړي.))

په ننګرهار کې د امنيت د خرابوالي په اړه وروسته له هغې د خلکو غږونه غبرګ شول چې له څو سوداګرو پيسې وتښتول شوې، ځينې سوداګر او د کورنيو غړي يې اختطاف شول، هدفي وژنې وشوې او ان د ښار په منځ کې دوه پوليس ووژل شول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement