د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ١٣٩٥کال کې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي له څلور زره ډېرې قضيې ثبت دي

په ١٣٩٥کال کې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي له څلور زره ډېرې قضيې ثبت دي

Oct 03, 2017 - 18:00

کابل(پژواک،١١تله٩٦): د ښځو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت له خوا  د ١٣٩٦کال په لومړۍ نيمايي کې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا ٢٢٥٠ پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله دوه سلنه کموالى ښيي.

د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري نن په يوه غونډه کې چې په کابل کې د ياد شوي وزارت له خوا د درې کلن راپور وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه، په هېواد کې يې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي او حقوقي قضيو په اړه خبرې وکړې.

نوموړې وويل چې ١٣٩٤،١٣٩٥ او د ١٣٩٦کال په لومړۍ نيمايي کې په دغه وزارت کې شاوخوا ٢٠زره ١٤٧حقوقي قضيې ثبت شوې چې له دې جملې څخه ١٨زره او ٢٢٤يې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي دي.

د ښځو چارو وزيرې وويل چې ددغه وزارت له خوا د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي ټول ټال په ١٣٩٤کال کې ٦٣٣٠، په ١٣٩٥کال کې ٤٦٠٥ قضيې او د روان ١٣٩٦کال په لومړۍ نيمايي کې ٢٢٤٥قضيې ثبت شوې دي.

نظري وويل چې ددغو ټول شمېر قضيو څخه ٥١٨٦قضيې د قضيو د مقابل لوري سره د ښځو چارو وزارت د استازو د سلا مشورو له لارې حل شوې دي او ١٤٩٦٢قضيې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شوې دي.

د ښځو چارو وزيرې په ډاګه کړه چې په دې وخت کې د ياد شوي وزارت عدالت غوښتنو له امله،د زنداني مېرمنو د تخفيف په اړه د ولسمشر په ٢٥فرمانونو صادر شوي دي او ددغو فرمانونو په پايله کې ٣٠٩زنداني مېرمنې بښل شوې او د ٣١١نورو مېرمنو په جزا کې تخفيف راغلى دى.

نوموړې وويل چې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالو د خطرناکو قضيو د حل لپاره د مالي صندوق جوړېدل، له مېرمنو سره دمرستې لپاره ددغه وزارت له خوا بل ترسره شوى کار دى.

نظري زياته کړه چې په تېرو درې کلونو کې، په کابل، کندهار، بلخ، هرات او ننګرهار ولايتونو کې د مېرمنو د رهبرۍ د لوړاوي ( پروموت پروګرام) اړوند د وړتيا جوړونې د روزنې په پروګرامونو کې کابو دوه زره مېرمنو ته د ګډون زمينه برابره شوې ده او د روزنې له دغو پړاونو څخه  ١٧٠٠ليسانس او  فارغ شوې نجونې دولتي ارګانونو ته د کار زده کړې لپاره ور پېژندل شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement