د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د بهسودو نوی پول تر پرانيستل کېدو مخکې ويجاړ شوى

د ننګرهار د بهسودو نوی پول تر پرانيستل کېدو مخکې ويجاړ شوى

Oct 04, 2017 - 14:10

جلال اباد (پژواک، ۱۲ تله ۹۶): په ننګرهار کې د ۳۶۰ متره په اوږدوالي د پنځه ميليونه ډالرو په لګښت د بهسودو دويم ستر پول  تر  پرانيستل کېدو مخکې يې يوه برخه ويجاړه شوې ده.

دغه پول چې پر کابل سيند جوړ شوى، د ننګرهار پنځه ولسوالۍ او د کونړ او نورستان ولايتونه له جلال اباد ښار سره نښلوي، د کار پيل، جريان او پای يې ټول له همدې ډول ستونزو ډک و.

کلونه وړاندې وروسته تر هغه چې پخوانی پول په څو چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې ځای ځای تخريب او دغه راز پر پله د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوه، خلکو د دويم پول د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو د دويم پول جوړېدو څو کلونه په بر کې ونيول.

شاوخوا لس کاله وړاندې پر دغه پله لومړني کارونه پيل شول، کله د سروې، کله د قرارداد ورکولو، کله د کار د پيل او کله هم د بودېجې د کمښت په نومونو خلک په انتظار کې وساتل شول، خو بلاخره څو مياشتې وړاندې پول ورغول شو او په موقتي ډول پرې د خلکو تګ راتګ پيل شو.

که څه هم د دغه پول دواړو خواوو ته سړکونه لا نه دي رغول شوي او پول رسماً نه دی افتتاح شوی؛ خو اړتيا ته په کتو ځايي ادارې موټرو ته پر  پول د تګ راتګ اجازه ورکړه .

 له دغې چارې څو مياشتې لا تېرې نه دي چې تېره ورځ د پول په منځنۍ برخه کې غټ او پراخه سورى رامنځته شو چې لاندې ترې د سيند اوبه هم ښکاري.

له پله تېرېدونکی د کونړ ولايت اوسېدونکی احمدشاه چې د پله د ويجاړې برخې په شګو کې يې لاس واهه پژواک سره د خبرو پرمهال د پله جوړونکی شرکت  ملي خيانتګر بنسټ ياد کړ.

هغه زياته کړه : ((پر پول باندې تېرېدم دا ځای مې وليد، ورته ودرېدم، ډېر خپه شوم، دوی ځان ته مسلمانان وايي، پيسې يې په جيب کې کېښودې او موږ ته يې په پول کې خاورې او شګې واچولې.))

د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی جان اغا وايي، نه يوازې د پول جوړونکی شرکت، بلکې ځايي اداره او د فوايد عامې وزارت هم په دغه چاره کې ګرم دي او بايد مرکزي اداره يې پوره څېړنه وکړ.

نوموړي پژواک ته وويل: ((دا مسلماني ده، کافر هم دا ډول کار نه کوي، دومره اوسپنې موږ په تشناب کې لګولي، دوی ظالمانو په دومره لوی پول کې لګولي، دوه اوسپنې يې ايښي او خلک يې له مرګ سره مخ کړي.))

د پول د تخريب له خبرېدو سره په ننګرهار کې مدني فعالان هم ډېر اندېښمن او په قهر شوي او وايي، که ژر تر ژره ستونزه حل نه شي؛ نو دوی به د ولايتي ادارې پر وړاندې ستر لاريون وکړي.

مدني فعال نور احمد نوراني، چې له دغې ستونزې خبر شوی او ځان يې د حقيقت پوهولو په خاطر بهسودو نوي پول ته رسولی و، له پژواک سره د خبرو پرمهال د ياد شرکت مسوول ملي خاين ياد کړ او ولايتي اداره او د فوايدعامې وزارت يې ورسره په دغه خيانت کې شريکه وبلل.

دی وايي، د بهسودو پول يوه ملي پروژه ده او په کې فساد کول ملي خيانت ګڼل کېږي، چې د شرکت مسوولينو کړی او ولايتي ادارې او فوايد عامې وزارت پرې ځان غلی کړی.

دی وايي: ((د دغه قرارداد هغه کمېټه، چې چا قرارداد کړی، چا يې نظارت کړی،چا ورته پيسې ورکړي، د شرکت له مسوولينو سره بايد ټول را وغوښتل شي او پوښتنه دې ترې وشي.))

يو بل مدني فعال مسعود ساپي بيا د ياد شرکت د جريمې ترڅنګ په کلکه وپوښتل شي او ټولې چارې دې يې دقيقې وڅېړي.

ده د ياد پول د تخريب شوې برخې د اساسي جوړېدو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ، که تر سبا يې غم ونه خوړل شي؛ نو مدني ټولنې به په لويو اعتراضونو پيل وکړي او د ولايت مخې ته به لاريون وکړي.

د ننګرهار ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم نيوکه وکړه چې په دغه ولايت کې د دولت تر ټولو ستره يوازينۍ رغنيزه پروژه د بهسودو پول وه چې سرته ورسېده؛ خو هغسې چې تمه ورته کېده، سمه نه وه.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل،مرکزي حکومت له ننګرهار سره دوه مخی چلند کوي او ټولې پروژې يې همداسې ځينې نيمه کاره او ځينې له ستونزو ډکې سرته رسېدلې دي.

د بهسودو دويم پول د الينګار الکوزي شرکت له خوا جوړ شوى، پژواک اژانس هڅه وکړه چې د پله په ساحه کې د دغه شرکت نظر  واخلي، خو هغوى په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بلخوا د ننګرهار د فوايد عامې رييس ضابط ګل منګل هم له پژواک سره د خبرو پرمهال ومنله، چې د پله يوه برخه تخريب شوې، ستونزه يې د شرکت له مسوولينو سره شريکه کړې او ورته يې د ژر حل سپارښتنه شوې ده.

خو هغه زياته کړه : ((دا قرارداد وزارت کړی، نظارت يې هم هغوی کړی، موږ په کې څه مسووليت نه درلود او هغه وخت  چې جوړ شوی، بل څوک رييس و.))

د ننګرهار د فوايد عامې پخواني رييس حمد الله طلوع پژواک سره په خبرو کې وويل، له پل څخه د نظارت مسووليت دوی ته نه و ورکړل شوی.

هغه زياته کړه: ((د ټولګټو وزارت پاليسي دا ده چې پروژه ډيزاين کوي او له وزارت څخه ورته نظارت، کيفيت او کنټرول لپاره انجنيران رالېږي. دلته درې پلونه جوړېدل د قوماندانۍ، فارم هډې او بهسودو چې ټولو ته يې درې درې انجنيران رالېږلي وو.))

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې د بهسودو پول د فوايد عامې وزارت له لوري جوړ شوی، قرارداد، څارنه او ټولې چارې يې په هغوی پورې تړاو لري.

د نوموړي په وينا، په تخنيکي لحاظ د خراب کار له امله ولايتي ادارې د پول چارو د بشپړېدو تسليمي هم نه ده اخيستې او په عاجله توګه د تخريب شوي ځای څارنه د مسلکي ټيم له خوا شوې او مرکز څخه د جدي اقدام غوښتنه شوې ده.

که څه هم د پول نظارت د ننګرهار ولايتي ادارې او د فوايد عامې رياست تر وس بهر خبره وه؛ خو د نظر خاوندان وايي، که دغو ادارو يې سم نظارت کړی وای او پر  وخت يې ستونزې له مرکز سره شريکولی؛ نو اوس به پول له دا ډول برخليک سره نه مخ کېده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement