د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستانيو ځواکونو پر ننګرهار نږدې سل مرمۍ توغولې دي

پاکستانيو ځواکونو پر ننګرهار نږدې سل مرمۍ توغولې دي

Oct 04, 2017 - 10:26

جلال اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو د ننګرهار ولايت پر بېلا بېلو ولسواليو نږدې ١٠٠ مرمۍ توغولې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،   پاکستانيو ځواکونو د ډيورنډ کرغېړنې کرښې له پورې غاړې پر اچين او نازيانو ولسواليو يو ځل بيا بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو او باندر سيمو باندې پرون له غرمې وروسته ٣٧ د ډي سي توپ مرمۍ را توغول شوې دي.

خوږياڼى وايي،دغه راز پاکستانيو ځواکونو تېره شپه د نازيانو ولسوالۍ نخترناو، ابدال خوله او کڅونه سيمو باندې د ډي سي توپ اته او د هاوان څلور څلوېښت مرمۍ را توغولې دي.

خو د والي وياند وايي، له نېکه مرغه په دې بريدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا پاکستانيو ځواکونو د ننګرهار ولايت پر ځينو ولسواليو بريدونه کړي چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت دوه ورځې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د پاکستان پر وړاندې ځوابي اقدام وکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيرى وايي چې څو ورځې مخکې کابل ته د پاکستان د لوى درستيز جنرال باجوه پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره پر دې موضوع خبرې شوې وې. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement