د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فراه کې یو ملکي وګړی او دوه وسله وال وژل شوي

فراه کې یو ملکي وګړی او دوه وسله وال وژل شوي

Oct 05, 2017 - 11:16

فراه (پژواک، ١٣ تله ٩٦): فراه ولايت کې پر زرنج موټرسايکل چاودنې يو ملکي وګړى او بلخوا د امنيتي ځواکونو په کمين کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي چې ياده چاودنه نن سهار د فراه د اناردرې ولسوالۍ په ګورګک سيمه کې شوې چې له امله موټرسايکل چلوونکى وژل شوى دى.

دغه راز د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وايي تېره ورځ د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ په تپۀ شېران سيمه کې د دولتي ځواکونو په کمين کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو ټپي شوى دى.

دى وايي چې په دغه کمين کې د مخالفينو يو ميل وسله هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.

وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement