د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات کې د يوتن د وژنې په تړاو څلور کسان نيول شوي

هرات کې د يوتن د وژنې په تړاو څلور کسان نيول شوي

Oct 05, 2017 - 18:36

هرات (پژواک، ١٣ تله ٩٦): د هرات امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت په انجيل ولسوالۍ کې د خاورو له يوه انبار څخه د يوه سپين ږيري کس مړى ترلاسه شوى او د قتل په تړاو يې د هغه د مېرمنې او دوه زامنو په ګډون څلور کسان نيول شوي دي.

د هرات ولايت د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، د ياد عمر خوړلي کس مړى چې د خپل زوى له لوري وژل شوى، له يوې مياشتې وروسته په انجيل ولسوالۍ کې د خاورو له يوه انباره  ترلاسه شوى دى.

هغه زياته کړه، د ياد کس د وژنې په تړاو د هغه د مېرمنې او دوه زامنو په ګډون څلور کسان نيول شوي دي.

ولي زاده وايي: "يوه نيول شوي تن چې د وژل شوي کس زوى دى، د خپل پلار پر وژنې اعتراف کړى او ويلي يې دي چې په تومانچې سره د خپل پلار له وژلو وروسته يې هغه  د خاورو په يوه انبار کې خښ کړى، څو دغه پېښه له هر چا پټه پاتې شي."

هغه وويل، تر اوسه پورې د دې کار انګېزه نه ده معلومه.

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د ياد کس مړى پرون مازيګر د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوى او اوسمهال په عدلي طب کې د لا ډېرو څېړنو په موخه پروت دى.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي وويل، په ياد روغتون کې د روان کال له پيل راهيسې د قتل  لس پېښې ثبت شوې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement