د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: طالبان دې د سولې مسئله ګاونډيانو ته نه پرېږدي

ولسمشر غني: طالبان دې د سولې مسئله ګاونډيانو ته نه پرېږدي

Oct 07, 2017 - 18:57

کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٦) : ولسمشر غني پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې مسئله دې ګاونډيانو ته نه پرېږدي او اجازه دې ورکړي، چې له ګاونډيانو سره د دولتونو په کچه مسايل وڅېړل شي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د تلې په ١٥مه، د کندهار په هوايي ډګر کې د امريکا د پوځ له خوا افغان هوايي ځواکونو ته د دوه ايچ ۶۰ اې بلک هاک هليکوپټرونو د سپارلو په مناسبت جوړه شوې غونډې ته وکړې.

هغه نن تر غرمې مخکې چې کله د کندهار هوايي ډګر ته ورسېد؛ نو د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولینو ورته هرکلى ووايه.

ولسمشر غني د  افغانستان ملي دفاعي  ځواکونو ته د دغو چورلکو سپارل مهم وګڼل او زياته يې کړه، وسله وال طالبان دې د افغان امنيتي ځواکونو د ماتولو خيال له خپلو سرونو څخه وباسي.

نوموړي زياته کړه، که طالبان دا فکر کوي چې افغان ځواکونه يې مات کړي، دا خام فکر دې له سر څخه وباسي.

دى وايي: ((وسله وال طالبان يو انتخاب لري، سوله دې وکړي، موږ هم وينه تويول نه غواړو، موږ له ځانه دفاع کوو، جنګ بس دی، يواځينۍ لار سياسي لار ده.))

د ده په وينا، وسله وال طالبان دې بين الافغاني سوله وکړي، دوی نه شي کولى د افغانستان ملي ځواکونه مات يا کمزوري کړي.

اشرف غني د  افغان شخړې د هوارولو يواځینۍ لار بين الافغاني سوله وګڼله او ويې ويل، وسله وال طالبان کندهار ته په جنګ نه شي راتللی، بلکې هغوی يواځې او يواځې کندهار ته د سولې له لارې راتللی شي.

ولسمشر پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې مسئله دې ګاونډيانو ته نه پرېږدي او اجازه دې ورکړي، چې له ګاونډيانو سره د دولتونو په کچه مسايل وڅېړل شي.

يادې غونډې ته په افغانستان کې د ناټو د روزنې غوڅ ملاتړ ماموريت د ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن هم وينا وکړه او ويې ويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د نوې ستراتیژۍ له اعلان را وروسته طالبان کمزوري شوي دي.

هغه د ترهګرۍ پر وړاندې په افغانستان کې روانه جګړه د نړۍ لپاره ډېره مهمه وګڼله.

نېکولسن وايي، سږکال افغان ځواکونو ۱۵۰۰ عمليات ترسره کړي، دا شمېره مخ په زیاتېدو دى، افغان امنیتي ځواکونه په تخنیکي لحاظ ډېر مجهز شوي دي.

د يادو مراسمو په ترڅ کې د امريکايي ځواکونو يادې چورلکې د افغانستان د دولت په واک کې ورکړل شوې.

ټاکل شوې ده، چې امريکا به تر ۲۰۲۳ زېږديز کاله پورې افغانستان ته ۱۱۹ بليک هاک چورلکې ورکړي. دغه راز د څلورکلن امنيتي پلان تر پايه به افغانستان د ۱۱۹بلیک هاک چورلکو په ګډون ټولې ۱۵۹ ډول ډول جنګي او ټرانسپورټي الوتکې تر لاسه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement