د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو په تخار کې د استوګنې دوه ښارګوټي جوړ کړي

طالبانو په تخار کې د استوګنې دوه ښارګوټي جوړ کړي

Oct 08, 2017 - 14:22

تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٦): وسله والو طالبانو د تخار په دوو ولسواليو کې د استوګنې ښارګوټي جوړ کړي چې تر اوسه يې يواځې هټۍ خلکو ته وېشل شوې دي، دغه موضوع طالبان هم تاييدوي.

دغه ښارګوټي طالبانو د تخار ولايت په درقد او خواجه بهاءالدين ولسواليو کې جوړ کړي دي.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع الله د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ په شور عرب سیمه کې د "عمري" په نوم ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې دي.

نوموړی وایي چې شور عرب سیمه کې په زرګونو جریبه دولتي ځمکه ده چې په خبره یې طالبان غواړي دغه سیمه پر خلکو ووېشي.

دی زیاتوي: "طالبانو تر اوسه څه باندې پنځه سوه دوکانونو لپاره ځمکه وېشلې، په دغه ښارګوټي کې یې دوکانونه، هوټلونه، سرایونه، مارکېټونه، روغتیایي مرکزونه او ښوونځي په پام کې نيول شوي دي."

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې ده هم په "عمري" ښارګوټي کې يو دوکان پيرلى دى.

هغه وايي: ((په ١٥٠٠ افغانۍ يې د دوکان لپاره ځمکه راکړه اوس مې په کې دوکان جوړ کړى او اوس يې نرخ هم لوړ شوى دى.))

دى وايي چې يو شمېر کسانو دوکانونه تر جوړولو وروسته په لوړه بيه پر نورو کسانو پلورلي دي او طالبانو هېڅ هم ورته نه دي ويلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه ده خو طالبانو دغه ښارګوټى په دوه سوه جريبه ځمکه کې جوړ کړى او کېداى شي وروسته ورته پراختيا ورکړي.

د هغه په وينا، د استوګنې نومرو د وېش لړۍ يې تر اوسه نه ده پيل کړې خو په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې څلور سوه نومرې خلکو ته ووېشل شي.

هغه زياته کړه: ((يو څه وخت پوليسو يې د تعميراتي موادو وړلو مخه نيولې وه خو اوس يې ازاده پرېږدي لکه چې څه جوړ جاړى يې کړی دی.))

دغه راز د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې هم طالبانو يو ښارګوټى جوړ کړى دى.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي نصیراحمد پژواک ته وویل چې طالبانو په قریلده سیمه کې يو ښارګوټى جوړ کړى دى.

دی وایي چې په دغه ښارګوټي کې طالبانو تر اوسه لسګونو جریبه ځمکه پر خلکو خرڅه کړې ده.

نوموړی وایي: "په ښارګوټي کې مخکې د يو دوکان د ځمکې بیه ١٧سوه افغانۍ وه، خو اوس یې بیه دېرش زرو ته لوړه شوې ده."

ده هم وويل چې په دغه ښارګوټي کې تر اوسه د استوګنې نومرو د وېش لړۍ نه ده پيل شوې.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک ته وویل، طالبانو غوښتل چې د درقد په شور عرب او د خواجه بهاءالدين په قريلده سيمو کې ښارګوټي جوړ کړي خو پوليسو يې مخه نيولې ده.

اسیر وایي چې يادو ښارګوټو ته ورغلې ټولې اکمالاتي لارې د امنيتي ځواکونو له لوري تړل شوې دي.

نوموړی زیاتوي: "له تالقانو او ګاونډیو ولسوالیو څخه یې ورته ساختماني مواد لېږدول، دغو ښارګوټو ته مو ټولې اکمالاتي لارې تړلې دي؛ ځکه د ځمکو وېش يواځې د حکومت کار دى."

اسير وايي چې ياده موضوع دوى د کورنيو چارو له وزارت سره هم شريکه کړې او په دې برخه کې د هغوى لارښوونو ته په تمه دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند بيا د يادو ښارګوټو جوړېدل تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه ښارګوټي د خلکو په همکارۍ د خلکو د اړتياوو پوره کولو لپاره جوړ شوي دي.

ده زياته کړه: ((خلک ورته خوښ دي، ان شاءالله په امن ساحو کې به دا ډول پروګرامونه دوام کوي.))

دا لومړى ځل دى چې وسله وال طالبان د افغانستان په کچه په تخار ولايت کې د  ښارګوټو پر جوړولو لاس پورې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement