د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د "ډيورنډ نامنلې کرښه" تر سرليک لاندې سيمينار ترسره شو

د "ډيورنډ نامنلې کرښه" تر سرليک لاندې سيمينار ترسره شو

Nov 11, 2017 - 17:02

مزارشريف (پژواک ۲۰ لړم، ۹۶): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې "ډيورنډ نامنلې کرښه" تر سرليک لاندې سيمينار جوړ شو.

دغه سيمينار چې د "بلخ ادبي خوځښت" فرهنګي مرکز او "لوی افغانستان" تحريک له خوا جوړ شوى و، د بلخ د مدني فعالانو ترڅنګ په کې د پوهنتون استادانو او محصلينو هم برخه اخيستې وه.

مدني فعال اکبر باچا د سيمينار ګډونوالو ته د وړاندې شوې مقالې په اوږدو کې وويل، د ډيورنډ کرښه له مطرح کېدو تر دې دمه افغانانو نه ده منلې.

نوموړي زياته کړه، د پاکستان له رامنځ ته کېدو سره پاکستاني حکومتونو بار بار د وخت له افغان حکومتونو د ډيورنډ د رسمي کېدو غوښتنې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه کړې دي.

خو د هغه په وينا، تر دې دمه هېڅ افغان حکومت پاکستان ته په دې تړاو مثبت ځواب نه دی ورکړى.

اکبر باچا زياته کړه: ((حکومتونه د دغې کرښې پر وړاندې د زغرده فيصلې کولو حق ځکه نه لري، چې دا د کرښې دواړو غاړو ولسونو پورې تړلی حق دی.))

د بلخ پوهنتون استاد سيرت نوري بيا د ډيورنډ پر وړاندې د نامسوولو کسانو څرګندونو په تړاو د افغان حکومتونو پاملرنه اړينه وبلله.

نوموړي زياته کړه، افغان حکومت مسووليت لري، چې د ډيورنډ نامنل شوې کرښې د منلو په تړاو د هر ډول څرګندونو په خلاف غږ پورته کړي.

ليکوال جاوېد واک په خپله مقاله کې د لوی افغانستان په تړاو د مبارزې ژوندي ساتل اړين وبلل.

نوموړي زياته کړه، ولس بايد د ډيورنډ د نه منلو مفکوره ژوندۍ وساتي او د خپل لوی وطن په تړاو ويښ واوسي.

هغه له رسنيو او مدني ټولنو غوښتنه وکړه، چې دغه مبارزه د ملي اصل په توګه بدرګه کړي.

د سيمينار په پای کې مشاعره جوړه شوه چې بېلا بېلو شاعرانو په کې د لوی افغانستان په تړاو خپل شعرونه زمزمه کړل.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement